امريکا: د محرمو اسنادو خپرېدل ځينې افغانانو ته ګواښ دی

ويکيلېکس
Image caption د امريکا دفاع وزارت وايي په ويکيلېکس کې خپرو شويو سرکاري محرمو اسنادو کې د يادو شويو افغانانو له ډلې څخه يوه يې په افغانستان کې امريکايي چارواکو ته شکايت کړی دی.

د ويکيلېکس ويبپاڼې له لوري په خپرو شويو محرمو اسنادو کې د يو شمېر افغانانو نومونه هم راغلي چې امريکايانو ته يې معلومات ورکول .

له دې سره دا وېره ډېره شوې چې دا کار به له يوې خوا دغو کسانو ته زيان ورسوي او له بلې خوا به هغوی نور امريکايانو ته معلومات ور نه کړي .

د امريکا دفاع وزارت وايي په دغو سرکاري محرمو اسنادو کې د يادو شويو افغانانو له ډلې څخه يوه يې په افغانستان کې امريکايي چارواکو ته شکايت کړی دی.

ډګروال ډېويډ لاپن وويل چې د هر هغه چا نوم چې په دغو اسنادو کې راغلی د مرګ له خطرسره مخامخ دی او دغه افشاګري يا رسوايي، يې پر راتلونکي کار او چلند دواړو اغېزه کولای شي.

ده وېره وښوده چې دغه کار دڅارګرې ادارې اغېزمنتوب د ډېرېدو پر ځای کمولای شي.

د وکيلېکس د ويبپاڼې مشر چې دغه معلومات په لاس ورغلي ول څو ورځې مخکې وويل په هغو اسنادو کې چې د ګڼ شمېر کسانو نومونه يادشوي ول شمېر يې پېنځلسو زرو ته رسېده چې هغه ټول يې له خپرېدو څخه راګرځولي دي.

خو يوه بريتانيايي ورځپاڼه وايي چې د دغو معلوماتو له ترلاسه کولو څخه يواځې دوه ساعته وروسته يې په دغو اسنادو کې د لسګونو افغانانو نومونه موندلي دي چې په افغانستان کې يې امريکايي پوځيانو ته پټ خورا ډېر معلومات ورکړي دي.

دغه بريتانيايۍ ورځپاڼې د ميلادي کال ۲۰۰۸ يوې پېښه د سند په ډول راوړي چې پکې يو يو طالب امريکايانو ته معلومات ورکوي.

ورځپاڼه وايي دغه سړی د طالبانو د ځايي قومندانانو او همدارنګه په طالبانو کې د باالقوه داسي کسانو نوم دپلار نوم او د کلي نومونه اخلي چې په پيسو اخيستل کېدای شي.

د ميلادي کال ۲۰۰۷په يوه بله پېښه کې يو لوړ پوړي امريکايي چارواکي د کرزي د حکومت پر څو چارواکو د بډو او غلا تور لګولی دی.

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت يوه لوړ پوړي چارواکي چې خپل نوم يې رسنيو ته نه دی ښودلی د دغو تورونو په اړه ويلي دغه کار د ګڼ شمېر افغانانو ژوند او عزت په خطر کې اچولی دی.

ده ويلي د امريکا حکومت په قانوني او معنوي لحاظ دغو کسانوته مسول دی چې نومونه يې په اسنادو کې ياد شوي او داسې هېڅ تضمين نشته چې ددغې رسوايۍ له امله به ورته زيان نه رسېږي.

دغه افغان چارواکی وايي دغه کار به د افغانانو بې سانسوره نظرياتو ته د امريکايانو لاس رسی نور هم محدود کړي.

د افغانستان په ختيځه سيمه کې د امريکا د يوه پوځي غونډ مشر بريد جنرال جان کېمپال چې په سټالايټ کې يې له افغانستان څخه رسنيو ته خبرې کولې وويل ددغه اسنادو افشا کېدلو په جنګي عملياتو کې هېڅ بدلون نه دی راوستلی.

ده وويل چې په دې اسنادو کې نوې خبره نشته.

خو دا وېره يې پټه نه کړه چې ياد شوي مخبران به دټلوالې ځواکونوته په راتلونکي کې د نورو تفصيلاتو په ورکړه کې زړه نازړه وي او په راتلونکي کې به د ده په قول تاوان ولري.

په دغه نوي زرو مخونو سرکاري اسنادو کې د افغانستان په جګړه کې د امريکا او ناټو هلې ځلې، بيا د طالبانو تر راپورته کېدو پوري د تېرو شاوخوا پېنځو کلونو معلومات راغونډ شوي دي.

دغه اسناد په انټرنټ کې ترخپرېدو مخکې د لوېديځ نامتو ورځپاڼو ګارډين او نيويارک ټايمز ته استول شوي ول.

د دغو ډېرو پټو سرکاري اسنادو خپرېدو د امريکا په تاريخ يوه بې ساري افشاګري يا رسوايي بلل کېږي.