کابل : د ګاډو په ټکر کې څلور ولسي وګړي وژل شوي

Image caption پېښه د کابل هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک شوې.

په کابل ښار کې د بهرنيانو او د ولسي وګړو د ګاډو د ټکر په پايله کې څلور ولسي وګړي ووژل شول .

پښه د کابل نړيوال هوايي ډګر ته پر غځېدلي سړک وشوه چې وروسته د سيمې قهرېدلو اوسېدونکو د بهرنيانو ګاډي ته اور واچاو .

په سيمه کې راټولو شويو قهرېدلو ښاريانو او عيني شاهدانو بي بي سي ته وويل په شخصي ګاډي کې څلور تنه سپرلۍ ټولې وژل شوې .

دوی وويل بهرنيانو تر ټکر وروسته پر ملګي ګاډي ډزې هم وکړې او ادعا کوي چې سپرلۍ د ډزو او ټکر دواړو په پايله کې وژل شوې دي .

پوليس وايي لا په دې اړه پر پلټنو بوخت دي او د کره شمېرو تر معلومېدو وروسته به معلومات ورکړي .

په يوه بله پېښه کې په افغانستان کې مېشتو سوله ساتو ځواکونو يوه ويناپاڼه وايي تېره ورځ يې د افغانستان په سوېل کې د ماين چاودنو دوه سرتېري ور وژلي دي .

د پېښې کره ځای او د وژل شوي هويت نه دی په ډاګه شوی .

په يوه جلا پېښه کې ناټو ځواکونه وايي چې د هېلمند په سنګين ولسوالۍ کې يې د يوه بريد په پايله کې دوه سرتېري ټپيان شوي دي .

خو طالبان دا ځانمرګی بريد بولي او ادعا کوي چې شاوخوا لس بهرنيان يې وژلي دي .