په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

5 طالبان د م. م له تور لېسته وایستل شول

Image caption په افغانستان کې دوه میاشتې وړاندې د سولې جرګې له افغان حکومته غوښتي وو چې دغه تور لېست دې ورک شي او زندانیان دې خوشي شي.

د ملگرو ملتونو امنيت شورا له خپل تور لست نه د پنځو پخوانيو طالب مشرانو نومونه ليرې کړي او په دې ډول پر هغوى لگېدلي بنديزونه هم ليرې شوي دي.

د دغه کار موخه د افغان حکومت له لوري له طالبانو سره د سولې د خبرو اترو چټکوالى او له دغه بهير سره مرسته ښوول کېږي.

په دغو پنځو کسانو کې يوه په ملگرو ملتونو کې د طالب رژيم استازى عبدالحکيم مجاهد، په پاکستان کې د هغوى پخوانى سفير ملا عبدالسلام ضعيف، عبدالستار پاکطين، عبدالصمد خاکسار او محمد اسلام محمدي شامل دي.

پر دوی به نور دا بندیز نه وي چې چېرې سفر ونه کړي، او د دوی شتمني به هم نه کنګلېږي.

د ملګرو ملتونو د بندیز لګوونکې کميټې په وینا، د دغو پنځو کسانو له ډلې دوه کسه عبدالصمد خاکسار او محمد اسلام محمدي په دې له تور لېسته ليرې شوي، چې اوس ژوندي نه دي.

Image caption ملا عبدالسلام ضعيف چې له لېسته د ويستل شوو کسانو په ډله کې دى، دا يو نيک گام بولي، خو وايي کافي نه دی.

ملګري ملتونه وايي په راتلونکو ورځو کې به نور نومونه هم له دغه توره لېسته ليرې کوي.

په دې وروستیو کې افغان حکومت له ملګرو ملتونو غوښتي وو چې د ځينو طالبانو نومونه له دغه توره لېسته ليرې کړي.

په افغانستان کې دوه میاشتې وړاندې د سولې جرګې له افغان حکومته غوښتي وو چې دغه تور لېست دې ورک شي او زندانیان دې خوشي شي.

د ملګرو ملتونو له تور لېسته راوتلي ملا عبدالسلام ضعیف بي بي سي ته خپل غبرګون داسې وښود: