برتانوي ځواکونه: د طالبانو مقاومت لږ شوی

برتانوي پوځيان
Image caption په دې عملیاتو کې سلګونه افغان او برتانوي ځواکونو برخه اخیستې ده.

په افغانستان کې پوځي قوماندانو ويلي په هلمند کې د افغان او برتانوي ځواکونو د ګډو عملیاتو پر وړاندې طالبانو ډېر لږ مقاومت کړی دی.

د روانو ''تور شهزاره'' په نامه عملیاتو پر درېیمه ورځ برتانوي ځواکونو د طالبانو د بم جوړولو یوه فابریکه موندلې او هغه يې له منځه وړې ده.

دا د "مشترک" په نامه تر عملیاتو وروسته، چې د روان کال په فبرورۍ میاشت کې ترسره شول، تر ټولو ستر عملیات دي.

د "تور شهزاده" عملیات د تېرې جمعې پر ګهيځ پيل شول، چې افغان او برتانوي ځواکونه د هلمند د سیداباد سيمې ته نژدې په چورلکو کې لېږدول شوي دي.

تېره ورځ برتانوي ځواکونو ويلي وو چې ځينې پوځيان يې د طالبانو تر لومړۍ ليکې ورهاخوا ځای پر ځای کړي، چې طالبان د ماتې پرمهال پر شا ونه تښتي.

د برتانوي ځواکونو یو قوماندان کپټان براد بینو وايي په دې عملیاتو کې د طالبانو د بم جوړونې دوه مرکزونه ویجاړ شوي دي.

د طالبانو مرکز

د هلمند سید اباد سیمه له هغو سیمو ګڼل کېږي، چې برتانوي ځواکونه يې د "مشترک" په نامه عملیاتو کې په پاکولو ونه توانېدل.

ويل کېږي چې په یاده سیمه کې تر ۱۸۰ وسله والو طالبان فعال دي او له هغه ځایه د هلمند په نورو سیمو کې بریدونه سمبالوي.

په هلمند کې د بي بي سي خبريال وايي، دا هغه سیمه ده، چې لاسي او د سړک غاړې بمونه پکې جوړېږي، طالبان پکې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو پلانونه جوړوي او د خپلو ټپيانو درملنه هم همالته کوي.

Image caption د هلمند د "تور شهزاده" عملیات داسې مهال پيل شوي، چې ټاکل شوې نن يکشنبه د افغانستان له ارزګان ولایته ټول هالنډي سرتېري ووځي او خپل هېواد ته ستانه شي.

سرچینه وايي، دا به ډېره ګرانه وي، چې ولسي خلکو ته له سیمې نه د طالبانو په شړلو، د سیمه ييز حکومت د جوړولو او افغان پوليسو او ملي پوځ د ځای پرځای کېدا قناعت ورکړل شي.

په هلمند کې د ځانګړو ځواکونو د قوماندانۍ ویاند جګړن جيمز کار وايي دا عملیات تر پخوانیو هغو کوچني دي، چې له ټاکل شوي پلان سره سره به پرمخ ولاړ شي.

نوموړی زياتوي "د تور شهزاده عملیات به هماغسې وي لکه د روان کال په لومړیو کې چې د مشترک په نامه عملیات وشول."

جګړن کار وايي "موخه دا ده چې د سید اباد او شاوخوا سیمو د خلکو تایید ترلاسه کړل، دوی له خپلو سیمو د طالبانو شړلو ته سخت لېواله دي، چې ښه سوکاله او په امن کې ژوند وکړي."

د هلمند د "تور شهزاده" عملیات داسې مهال پيل شوي، چې ټاکل شوې نن يکشنبه د افغانستان له ارزګان ولایته ټول هالنډي سرتېري ووځي او خپل هېواد ته ستانه شي.

ورته مطالب