'د هالنډي عسکرو وتل د هېواد پر امنیت اغېز نه کوي'

هالنډي سرتېري
Image caption د هالندي قومندانانو په وينا د افغانستان په تېر څلور کلن ماموريت کې يې ۲۴ سرتيري وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان دي.

افغانستان دفاع وزارت وايي د هالنډي ځواکونو وتل به د هېواد پر امنيت مستقيم اغېز پرې نه باسي.

دوی وايی د دې په مقابل کې د ناټو سازمان يو شمېر نورو هېوادونو افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو ژمنه کړې او دغه سازمان د افغان امنيتي ځواک په پښو درولو ته ژمن دی.

د فاع وزارت دغه څرګندونې په هغه پسې کوي چې د افغانستان په سوېل ازرګان ولايت کې نژدې ۲۰۰۰ هالنډي ځواکونو له افغانستان نه وتل پېل کړل.

سره له دې چې د افغانستان په يو شمېر سيمو کې امنيتي ننګونې مخ په زیاتېدو دي ، د دفاع وزارت له هېواده د هالنډې سرتېرو وتل پر امنيتي وضعيت بې اغېزې بولی.

د دفاع وزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي دې ته په غبرګون کې ووېل چې د دوی په وتو به په سيمه کې امنيتي تشه رامنځته نه شي هغه داسې چې ناټو سازمان د روزنې او تجهيز په ګډون د افغان امنيتي ځواکونو د هرې برخې سمبالولو ته ژمن دی.

جنرال عظيمي ووېل که له يوه لوري له افغانستان نه هالنډي عسکر وځي له بلې خوا د ناټو سازمان يو شمېر غړيو هېوادونه افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو ژمنې کړي دي:

((له عملي اړخه د اندېښنې وړ نه ده چې تصور وشي په افغانستان کې به امنيتي تشه رامنځته شي ، په هېڅ وجه په افغانستان کې امنيتي خلا نه رامنځته کيږي. ناټو له موږ سره متعده ده او ډېر نور هېوادونه دي چې خپل عسکر زياتوي د مثال په ډول د امريکا متحده ايالات چې خپل ځواکونه ډېروي.))

ناټو هم له افغانستان نه د هالنډي ځواکونو وتل د امريکا په مشرۍ د اېتلافي ځواکونو د وړتياوو په کمولو کې کم ارزښته بولي او ترڅنګ يې په افغانستان کې د اېتلافي ځواکونو شتون پاېدونکی بللی.

Image caption جنرال عظيمي ووېل که له يوه لوري له افغانستان نه هالنډي عسکر وځي له بلې خوا د ناټو سازمان يو شمېر غړيو هېوادونه افغانستان ته د اضافي سرتېرو د استولو ژمنې کړي دي

د افغانستان د ولسي جرګې غړی مير احمد جوينده که څه هم له افغانستان نه د هالنډي ځواکونو وتل طبعي چاره بولي ، خو وايي د افغانستان متحدان بايد له وخته د وړاندې وتو پايلو ته متوجه وي:

(( دوی بايد په دې پوه شي چې د بنسټ پالو او القاعده پټنځايونه د پاکستان په خاوره کې دي. د القاعدې او طالبانو ټول مشران چې په افغانستان کې وو دغلته د بهرنيو ځواکونو د شتون له امله پاکستان ته ولاړل. که ناټو له افغانستان نه خپل ځواکونه وباسي ، هغوی به بېرته افغانستان ته راشي.))

په همدې مهال طالبانو هم په خپل غبرګون کې له افغانستان د هالنډي ځواکونو د وتلو ګام ستايلی.

له يوې هالنډۍ ورځپاڼې سره په خبرو کې د دوی يوه وياند له دې امله د دغه هېواد خلکو او حکومت ته مبارکي ورکړې چې عسکر يې له افغانستان نه وځي او افغانستان ته له راغلو بهرنيو هېوادونو يې هم د ورته ګام پورته کولو غوښتنه وکړه.

د هالندي قومندانانو په وينا د افغانستان په تېر څلور کلن ماموريت کې يې ۲۴ سرتيري وژل شوي او ۱۴۰ نور ټپيان دي.

اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ۱۴۵ زره بهرني سرتيري مېشت دي.

ورته مطالب