کندهار ښار کې ۲ نوي ښوونځي جوړېږي

کندهار کې د نويو ښوونځيو د بنسټ ډبره اېښودل

د دواړو ښوونځيو لګښت د کاناډا پرمختيايي ادارې پرغاړه اخیستی.

د افغانستان په سوېلي کندهار ښار کې د دوه نویو ښونځيو د بنسټ ډبرې کېښودل شوې.

د 'تیمورشاهي' او 'عینو' په نامه د لېسو د بنسټ ډبرې د کندهار والي توريالي ویسا کېښودې.

دواړه نوي ښوونځي د کاناډا د پرمختيايي ادارې لخوا جوړېږي، چې شاوخوا نهه لکه ډالر لګښت به پرې راشي.

د کاناډا د پرمختیا اداره وايي چې په اتو میاشتو کې به دواړه لېسې بشپړې او ګټې اخیستنې ته چمتو شي.

په دغو نویو هره یوه ودانۍ کې 20 درسي خونې، څلور اداري کوټې، لوبغالی او کتابتون په پام کې نيول شوي.

د کندهار والي توريالي ويسا د ښوونځیو د بنسټ د ډبرو اېښودو پرمهال له ټولو هغو هټيوالو مننه وکړه، چې دا ځای یې ښوونځي ته پرېښود:

''د دې ودانیو په جوړېدا به په کندهار کې د نارینه او ښځينه زده کوونکو هغه ستونزې چې د ځای په اړه پخوا درلودې، حل شي. ''

  • د کندهار والي توریالي ويسا د دواړو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودې.
    د کندهار والي توریالي ويسا د دواړو ښوونځيو د بنسټ ډبرې کېښودې.
  • پر دواړو ښوونځيو شاوخوا نهه لکه ډالر لګښت راځي، چې د کاناډا پرمختايي ادارې ټټر ورته وهلی.
    پر دواړو ښوونځيو شاوخوا نهه لکه ډالر لګښت راځي، چې د کاناډا پرمختايي ادارې ټټر ورته وهلی.
  • هره نوې ښوونځي به ۲۰ خونې ولري، چې درسي خونې، کتابتون او اداري اتاکونه پکې راځي.
    هره نوې ښوونځي به ۲۰ خونې ولري، چې درسي خونې، کتابتون او اداري اتاکونه پکې راځي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .