د پاکستان په ډېرو سيمو کې لا سېلابونه راوان دي

Image caption په پاکستان کې دغه سېلابونو د تېرو څو لسيزو په ترڅ کې تر ټولو سخت او بې ساري سېلابونه بلل کېږي چې يو نيم زره کسان يې وژلي دي.

د مرکزي او سوېلي پاکستان پراخې سيمې اوس هم د سېلاب د زياتېدونکو اوبو له امله ځپل کېږي .

دغو بې ساري سختو سېلابونو تېره اونۍ ددغه هېواد په شمال لوېديز کې پنځلس سوه کسان ووژل .

په داسې حال کې چې د پشه کال بارانونه دوام لري د سېلابونو زياتې اوبه چې هر ې خواته بهېږي د اباسين پر لوري ځانته لاره پرانيزي.

اباسين د پاکستان په منځ کې د سمندر پرلور بهېدونکی سيند دی. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې زرګونه نورو کسانو هم خپل کورنه پرې ايښي دي .ځينې مامورين وايي د ودانيو د ويجاړي کچه د ۲۰۰۵ کال تر زلزلې هم زياته ده.

سېلاب ځپلو ته يوه محدوده اندازه بشري مرستې رسېدلې خو سلګونه زره خلکو ته لا تر اوسه ډېره لږه يا هېڅ مرسته نه ده رسېدلې.

له بلې خوا د پاکستان په سېلابونو کې دغلته مېشت افغان کډوال هم زيانمن شوي دي .

افغان حکومت وايي په پاکستان کې يې خپلو سياسي نمايندگيو ته دندې سپارلې چې په دغه هېواد کې د سېلابونو پايله کې له زيانمنو شويو افغان کډوالو سره مرستې وکړي.

وروستيو سېلابونو په پېښور کې د افغان ګډوالو د زاخېلو کمپ هم په بشپړ ډول ويجاړ کړى او د راپورونو له مخې په دغه کمپ کې د افغان کډوالو شاوخوا ۷۰ زره کورونه نړېدلي دي.

زيانمن شوي افغانان پر پاکستاني او افغان چارواکو نيوکې کوي چې له دوى سره يې هېڅ ډول مرسته نه ده کړې.

خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي په پېښور او اسلام اباد کې يې افغان سياسي نمايندگيو ته امر کړى چې سمدستي د افغان کډوالو مرستې ته ور ودانګي.