ناټو: افغان نالوستو پوليسو ته لیک لوست پيلوو

افغان پوليس په کابل کې
Image caption په افغانستان کې د لوستو او نالوستو پوليسو دقيقه شمېره نه ده معلومه خو د کورنيو چارو وزارت وايي دغه شمېره هره اوونۍ توپير کوي خو باور يې دا دى چې د پوليسو لويه برخه نالوستي دي.

ناټو وايي د افغان پوليسو په ليکو کې د لوستو کسانو د ډيرولو هڅې يې پراخې کړي دي او فکر کوي چې د پوليسو په روزنه کې دغه برخه هم ډيره مهمه ده.

دا مهال دافغان ځواکونو په ليکو کې بې سوادي لويه ننگونه بلل کيږي.

ناټو چې د افغان پوليسو روزنه تر سره کوي هڅه کوي چې د پوليسو لپاره سواد زده کړي د پروگرام له لارې دغه ستونز ه حل کړي.

په هلمند کې د پوليسو د سواد زده کړې يوه صنف ته د بي بي سي خبريال ورغلی دی.

په دغه ټولگي کې ٢٨ هلمندي پوليس ليک لوست زده کوي او غواړي چې په خپلو چارو ښه وپوهېږي او خپله دنده له هره اړخه سمه تر سره کړي.

عبدالمالک د مارجې ولسوالى اوسېدونکى او يو ځوان پوليس دي.

هغه وايي له خپلو ٧ نورو ځوانو ملگرو سره يې يوه مياشت وړاندې پرېکړه وکړه چې د پوليسو په ليکو کې د مارجې خلکو ته خدمت وکړي.

په هلمند کې هم لکه د افغانستان په ډېرو نورو سيمو کې د پوليسو له ليکو سره ډېر يو ځاى کېدونکي ځوانان نالوستي دي چې په دې اړه هم افغان حکومت او هم ناټو خپلې اندېښنې لري.

په تېرو دوو مياشتو کې په هلمند کې ٢٠٠ تنه د پوليسو د سواد زده کړې په دغو ټولگيو کې برخه اخيستې او اوس يې نژدې ټول ليکل او لوستل کولى شي.

دغو پوليسو ته د ليک لوست د ور زده کولو دوه مياشتني کورسونه جوړ شوي.

بې سوادي د افغان پوليسو له مهمو ستونزو يوه ده چې له کبله يې ډېر پوليس په خپلو دندو کې له ستونزو سره مخامخ دي،

خو د پوليسو د روزنې د نوي پروگرام ترمخه بايد ټول هغه کسان چې د پوليسو په ليکو کې شاملېدل غواړي مجبوره دي چې د سواد زده کړي په ټولگيو کې ليک لوست زده کړي.

ترې والکر چې د ناټو ځواکونو لخوا په هلمند کې د افغان ځواکونو د روزنې چاره پر مخ بيايي وايي افغان پوليسو او سر تېروته د سواد يا ليک لوست ور زده کول د پوځي روزنو هغومره مهم بولي:

Image caption ناټو غواړي دغلته د سيمه ييزو ځوانانو په را جلبولو او هغوى ته د ليک لوست په گډون د نظامي زده کړو له لارې ددغه نا ارامه سويل لويديځ ولايت امنيت کرا کرار په خپله دوى ته وسپاري.

''د افغان ځواکونو د روزنې په ډگر کې زموږ ستره ننگونه بې سوادي ده. موږ غواړو چې دغه ستونزه حل کړو. د اوس لپاره مو د سواد زده کړي کورسونه افغان ځواکونو ته پرانیستي چې هر پوليس د ورځې لږ تر لږه دوه ساعته په دغو کورسونو کې گډون کوي.''

د هلمند د پوليسو د روزنې په مر کز کې د سواد زده کړې ددغې ٢ مياشتنۍ دورې وروسته پوليسان ددغه ولايت بېلابېلو سيمو ته د دندو د تر سره کولو لپاره استول کيږي.

ناټو غواړي دغلته د سيمه ييزو ځوانانو په را جلبولو او هغوى ته د ليک لوست په گډون د نظامي زده کړو له لارې ددغه نا ارامه سويل لويديځ ولايت امنيت کرا کرار په خپله دوى ته وسپاري.

په افغانستان کې د لوستو او نالوستو پوليسو دقيقه شمېره نه ده معلومه خو د کورنيو چارو وزارت وايي دغه شمېره هره اوونۍ توپير کوي خو باور يې دا دى چې د پوليسو لويه برخه نالوستي دي.

ورته مطالب