طالبانو په کندهار کې د ناټو پر اډه برید وکړ

امریکايي پوځيان په کندهار کې
Image caption ناټو وايي برید کوونکي هڅه کوله چې اډې ته ننوځي، خو پوځيانو يې مخه ونیوله او بهر يې ځان وچووه.

د افغانستان په سوېلي ولایت کندهار کې د ناټو پر پوځي اډې وسله والو طالبانو برید کړی، چې د ناټو په وینا يو بهرنی پوځي او دوه ولسي وګړي ټپيان شوي دي.

د کندهار د والي ویاند زلمی ایوبي وایي د کندهار پر هوایي ډګر لومړۍ دوه توغندي توغول شوي چې له امله یې دغلته د میشتو بهرنیو ځواکونو یو سرتیری ټپي شوی او ورپسې پنځو ځانمرګو بریدوکوونکو پر هوایي ډګر برید کړی دی.

خو طالبانو بي بي سي ته ویلي چې: لومړی یې دغلته په چاودیدونکو توکو بار یو ټراکټور چوولی او ورسره اووه کسه ځانمرګي برید کوونکي د کندهار هوایي ډګر ته ورننوتي چې په خبره یې تر دې دمه یې ۱۱ بهرنیان وژلي او نښته لا هم روانه ده.

په کابل کې د ناټو ځواکونو يوې ویاندې جګړنې کاتي کندريک برید تاييد کړی او وايي چې له اډې بهر وسله والو هڅه کوله چې اډې ته ننوځي.

نوموړې وايي چې برید کوونکي پر ځان پورې چاودېدونکي توکي تړلي ول، چې غوښتل يې اډې ته تر ننوتلو خپل ځان والوځوي.

جګړنه کندریک زیاتوي"برید کوونکی اډې ته په ننوتلو بریالی نه شو، او بهر يې خپل ځان وچووه، چې یوازې همدی پکې ووژل شو. داسې ښکاري چې دا يو نامنظم او ناکام برید و."

ناټو ويلي چې دا يو ساعته نښته پای ته رسېدلې ده.

د بهرنیو ځواکونو د اډې په منځ کې عيني شاهدانو ويلي د وسله والو له ډزو سره يې د توغندي د توغولو غږ واورېده.

د کندهار پوځي اډه له کندهار ښاره شاوخوا ۲۵ کیلومتره ليرې پرته ده، چې په سوېل کې تر ټولو لویه پوځي اډه ګڼل کېږي.

په دغه پوځي اډه کې زرګونه پوځيان او ملکي کارکوونکي مېشت او په کار بوخت دي.

که څه هم د دغې اډې شاوخوا امنيتي کمربندونه پراته دي، خو وړاندې هم پر دې اډې ورته بریدونه شوي دي.

په تېره مۍ میاشت کې هم وسله والو هڅه وکړه، چې دغې اډې ته ننوځي، خو بریالي نه شول او يوازې په برید کې ځينې پوځيان او ملکي کارکوونکي ټپيان شول.

دوه ورځې وړاندې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې چاڼيز عملیات پيل شوي ول.

ناټو وا يي تېره شپه يې په کندهار کې له افغان ځواکونو سره په ګډه د طالبانو يو شمېر وسله وال ونيول.

په کابل کې مېشتو ناټو ځواکونو بي بي سي ته په يوه رالېږلې خبرپاڼه کې ويلي له دغو وسله والو سره ځينې هغه چاودېدونکي مواد هم نيول شوي، چې د افغانستان په سوېل کې يې ګټه ترې اخیستله.

ورته مطالب