'د پرمختيايي چارو د گړنديتوب لپاره دې قوانين ساده شي'

فساد
Image caption افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزي لپاره يوه لويه اداره رامنځ ته کړي .

په کابل کې د ديني عالمانو ، قومي مشرانو او مدني ټولنو غړو افغان حکومت ته له دوه ورځنيو بحثونو وروسته له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې خپل نظرونه وړاندې کړل.

دغه په لسگونو افغان مخور او ديني عالمان د فساد سره د مبارزې په اړه د مشورو ورکولو لپاره يوه غير دولتي ټولنې کابل ته ور غوښتي وو .

اداري فساد په افغانستان کې لويه ستونزه بلل کيږي.

افغان حکومت هم له دې اړخه د نړيوالې ټولنې له سخت فشار سره مخامخ دى.

په کابل کې له ټول افغانستانه په لسگونو را بلل شويو ديني عالمانو ، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړود اداري فساد په وړاندې مبارزې کې له دوه ورځنيو بحثونو وروسته د يوه پريکړه ليک په ترڅ کې خپل وړانديزونه وسپارل.

دوى افغان حکومت ته مشوره ورکړه چې د امنيت د ښه والي او د پرمختيايي چارو د گړنديتوب لپاره دې قوانين ساده کړي، د اداري فساد ضد قانون دې جوړکړي، د پروژو په تړونون کې د روڼ والي را ولي اوله فساد سره د مبارزې پياوړي اداره دې رامنځ ته کړي.

د کندوز له ولايته غونډې ته يو راغلى ديني عالم امان الله پر حکومت غږ وکړ چې د فساد دمخنيوي لپاره له پراخو پلټنو وروسته وړ کسان په ادارو کې په کار وگماري .

د غونډې ټول برخه وال په دې باور وو چې اداري فساد د اقتصادي پر مختيا اوامنيت په وړاندې لويه ننگونه ده او له خپله اړخه يې په دغه مبارزه کې د مرستو ژمنه وکړه.

Image caption د کابل په کنفرانس کې افغان ولسمشر له خپله اړخه په دغه برخه کې پر ژمنو سر بيره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه او تينگار يې داوو چې نړيواله ټولنه دې په خپلو ادارو کې له اداري فساد سره مبارزه پيل کړي

په کابل کې د جوړې شوې غونډې د تنظيم چارې يوې غير دولتي ټولنې سيپ په غاړه درلودې او موخه يې داده چې خلک او قومي مخور هم له اداري فساد سره مبارزې کې ښکيل کړي .

افغان حکومت له اداري فساد سره د مبارزي لپاره يوه لويه اداره رامنځ ته کړي .

دغه اداره له څه باندې يوه کال را هيسې هڅه کوي چې د قوانينو د د اصلاح ، او بډې اخيستونکو د نيولو له لارې خپله مبارزه پر وړاندې بوزي .

د اداري فساد سره د حکومت ضد اداري چارواکي په دغه برخه کې د يولړ برياوو يادونه کوي خو لاهم دغه ستونزه په افغانستان کې ډيره لويه بلل کيږي او نړيواله ټولنه له افغان دولته غواړي چې د فساد سره مبارزې لا گړندى کړي .

د کابل په کنفرانس کې افغان ولسمشر له خپله اړخه په دغه برخه کې پر ژمنو سر بيره د نړيوالو مرستو غوښتنه وکړه او تينگار يې داوو چې نړيواله ټولنه دې په خپلو ادارو کې له اداري فساد سره مبارزه پيل کړي او د پر مختيايي چارو د پروژو په تړونونو کې د ې روڼ والى را ولي .

ورته مطالب