کرزی د ایران په درې اړخيز کنفرانس کې ګډون کوي

حامد کرزی
Image caption افغان حکومت تمه لري چې د ولسمشر کرزي له دغه سفر سره به په ايران کې د افغان کډوالو حالت ښه شي او د افغانستان، ايران او تاجکستان تر منځ به سوداګريز اړيکي پراخ او پياوړي شي.

تمه ده چې ولسمشر حامدکرزی به په نژدې ورځو کې د ايران، تاجکستان او افغانستان په درې اړخيز کنفرانس کې د ګډون لپاره ايران ته ولاړ شي.

سيمه ييزې همکارۍ، د دريو واړو هېوادونو تر منځ د سوداګريزو اړيکو پراختيا او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزه د کنفرانس د اجنډا مهم ټکي دي.

د ولسمشرۍ دفتر وايي ولسمشر کرزی به دغه راز له ايراني لوري سره دغلته دافغان کډوالو د ستونزو او د زنداني افغانانو د تبادلې په تړاو هم خبرې اترې وکړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي دغه کنفرانس به په نژدې ورځو کې په ايران کې جوړ شي او د افغانستان، تاجکستان او ايران ولسمشران به يې برخوال وي .

د ولسمشر د وياند مرستيال سيامک هروي وايي د سيمه ييزو همکاريو او سوداګريزو اړيکو پراختيا، او د ترهګرۍ او نشه يي توکو پر ضد مبارزې په تړاو خبرې اترې د کنفرانس اجنډا جوړوي:

(( ددغه ليدنې په اجنډا کې د سيمه ييزو همکاريو مسله راځي او د سوداګريزو اړيکو د پراختيا ترڅنګ به د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې په برخه کې د سيمه ييزو همکاريو په اړه هم خبرې اترې کېږي. ))

سيمه او نړۍ افغانستان د نشه يي توکو ستر توليدونکی هېواد بولي او تل پرې نيوکه کوي چې نه شي کولای د نشه يي توکو د توليد او قاچاق مخه ونيسي .

افغان حکومت په هېواد کې د کوکنارو دکرکيلی شتون مني خو له خپله لوري نيوکه کوي چې د سيمې د هېوادونو له لارې افغانستان ته هغه کېميايي توکی راوړل کېږي چې تارياک په هيرويينو بدلوي .

ښاغلی هروي وايي ولسمشر کرزی به د دغه کنفرانس په ترڅ کې له خپلو تاجيکي او ايراني سيالانو څخه وغواړي چې دغې مسلې ته کلکه پاملرنه وکړي .

دغه راز نوموړی زياتوي ښاغلی کرزی به ددغه سفر په ترڅ کې په ايران کې د افغان کډوالو د ستونزو او ورسره تړلو وروستيو پېښو په اړه هم له ايراني لوري سره خبرې وکړی . ښاغلی هروي وايي ولسمشر به د کډوالو د حالت په تړاو ايراني لوري ته ځانګړې او روښانه تګلارې وړاندې کړي :

(( هغه اجنډا چې په دوه اړخيزو خبرو کې د افغان حکومت له لوري د ايران له حکومت سره مطرح کېږي په ايران کې د افغان کډوالو مسله او په کډوالو پسې تړلې پېښې دي چې څه موده وړاندې رامنځته شوې، افغان حکومت به په دغې برخه کې ايراني لوري ته د مشخصو تګلارو وړانديز وکړي چې دکډوالو حالت ته ډېر پام وشي. او د زندانيانو د تبادلې په برخه کې چې موږ پخوا له ايران سره کوم توافقات درلودل موږ ددغو توافقاتو د پلي کېدو غوښتونکي يو. ))

ايران په دې وروستيو مياشتو کې يو شمېر افغانان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړل چې په افغانستان کې يې د ولسي خلکو سخته غوسه را وپاروله.

افغانستان تر دغو پېښو وروسته په ايران کې خپل سفارت ته دنده ورکړه چې په دې اړه پلټنې وکړې خو تر اوسه نه پلټنې جوتې شوې او نه يې هم پايلې.

افغان حکومت تمه لري چې د ولسمشر کرزي له دغه سفر سره به په ايران کې د افغان کډوالو حالت ښه شي او د افغانستان، ايران او تاجکستان تر منځ به سوداګريز اړيکي پراخ او پياوړي شي.