بامیانو کې د نيوزيلنډ يو سرتېری وژل شوی

نيوزيلنډي عسکر په افغانستان کې
Image caption نيوزيلنډ په افغانستان کې ۲۲۰ عسکر لري، چې زياتره یې په مرکزي بامیان ولایت کې مېشت دي.

د نيوزيلند هيواد ته وروسته له هغه چې په ٢٠٠٣ کال کې يې وړوکى پوځي ځواک افغانستان کې ځاى په ځاى کړ، په لومړي ځل مرگ ژوبله اوښتي ده.

ددغه هيواد يو سرتيرى هغه مهال ووژل شو او دوه نور يې ژوبل شول چې گزمه يې د باميانو ولايت په مرکز کې د اورپکو په يوه کمين کې برابره شوه.

د نيوزيلند لومړنى سرتيرى دى چې وروستيو لسو کلونو کې دجگړې پرمهال يو چيرې وژل کيږي.

په برید کې دوه نيوزيلنډي پوځيان او يو افغان ژباړونکی ټپيان شوي دي.

د نيوزيلنډ لومړي وزير جان کي په يوه ويناپاڼه کې ویلي "دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې نيوزيلنډ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوړي."

نيوزيلنډ د افغانستان په مرکزي بامیان ولایت کې ۱۴۰ سرتېري لري، چې د بیا رغونې پر چارو بوخت دي.

دغه هېواد په پلازمېنه کابل کې هم ۸۰ ځانګړي ځواکونه لري.

د وسله والو طالبانو يوه تن ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته وویل برید د دوی ملګرو تېره شپه کړی دی.

ښاغلی مجاهد ادعا کويو چې په برید کې د نيوزيلنډي ځواکونو دوه ټانکونه ويجاړ شوي، څلور عسکر يې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

په دې وروستیو کې افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د مرګ ژوبلې کچه مخ پر زیاتېدا ده.

یوازې د روان ۲۰۱۰ کال په جولای میاشت کې افغانستان کې ۶۶ امريکايي پوځيان وژل شوي ول.

تېره ورځ (سه شنبه/ د اګست درېمه) په کندهار کې د مېشتو نړیوالو ځواکونو پر اډه وسله والو طالبانو غوښتل چې خپل په وسلو او چاودېدونکو توکو سمبال جنګیالي اډې ته دننه کړي، خو له اډې بهر وچوول شول.

وسله والو طالبانو ويلي وو چې تېره شپه يې د کندهار په ژيړۍ ولسوالۍ کې یوه امریکايي چورلکه راغورځولې ده.

ورته مطالب