په بدخشان کې د وژل شوو بهرنیانو په اړه پلټنه پيل شوه

بدخشان
Image caption د بدخشان ولايت پوليس وايي چې د ورځې تر پايه به دغه مړي د ياد شوي ولايت کران ران منجان ولسوالۍ ته ورسول شي.

د بدخشان ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې يې د اتو تنو بهرنيانو او دوو تنو افغان وگړو د وژنې په تړاو پلټنې پيل کړي دي.

په بهرنيو وژل شويو کسانو کې اووه يې د امريکې د متحدو ايالتونو او يو بل يې د جرمني وسېدونکي وو.

وژل شويو کسانو د نړيوالو مرستو ماموريت يانې IAM ته کار کاوۀ، چې دنده يې د افغانستان د يوه روغتون بېلابېلو څانگو ته مرستې برابرول وو.

د گلب دالدين حکمتيار په مشرۍ د حکومت مخالفې وسلوالې ډلې او طالبانو دواړود پېښې پړه پر غاړه اخستې ده.

دغه ډله چې لس کسان يې وژل شوي او يو ژوندې پاتې دى، د نړيوالو مرستو ماموريت آ ى،اى ،ايم، نومې ټولنې نور نومې روغتيايي پروگرام ته يې کار کاوۀ.

د يادې شوې ټولنې چارواکي وايي چې د نور پروگرام موخه د افغانستان د هغه روغتون له بېلابېلو څانگو سره مرستې کولې چې هغه هم نور نوميږي.

د ياد شوي پروگرام يوۀ چارواکي چې د خپل نوم له اخستو يې ډډه کوله وويل چې په وژل شويو کسانو کې يو شمير يې ډاکټران دي او يو شمير يې ددغې موسسې عادي کارکونکي وو.

Image caption وژل شويو کسانو د نړيوالو مرستو ماموريت يانې IAM ته کار کاوۀ، چې دنده يې د افغانستان د يوه روغتون بېلابېلو څانگو ته مرستې برابرول وو.

د بدخشان ولايت د امنيې قومندان نور اقا کينتوز وايي چې په وژل شويو کسانو کې دوه تنه امريکيان ددريو ښځو په گډون شپږ تنه جرمنيان او دوه نور يې افغانان وو.

لا هم پوره کره نه ده چې دغو کسانو د څه لپاره سفر کړى و.خو ښاغلى کينتوز وايي چې د راپورونو له مخه پرته له دې چې دغه کسان امنيتي چارواکي خبر کړي لس ورځې مخکې د پنجيشير غرنيو او د نورستان او بدخشان ځنگلي سيمو ته تللي وو.

په افغانستان کې د حکومت د مخالفې وسلوالې ډلې وياند قاري منصور له کومه نا څرگنده ځايه بي بي سي ته د تيلفون پر ليکه وويل چې دا لس واړه کسان ددوى ملگرو د جاسوسۍ په تور وژلي دي.بله غاړه طالبانو هم ددغو وژنو پړه پر غاړه اخستې ده.

د بدخشان ولايت د امنيې قومندان هم په پيښه کې د وسلوالو طالبانو او اسلامي حزب د جنگياليو لاس لرل رد نه کړل.خو ويې ويل چې په دې اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

تر دې مخکې داسې انگيرنې وې چې دغه کسان به وسلوالو غلو وژلي وي.

د بدخشان ولايت پوليس وايي چې د ورځې تر پايه به دغه مړي د ياد شوي ولايت کران ران منجان ولسوالۍ ته ورسول شي.

بدخشان د افغانستان له امنو ولايتونو گڼل کيده خو اوس داسې ښکاري چې د نا امنيو لړۍ دغه ولايت ته هم ورسېده.

ورته مطالب