افغانستان: سېلاب ځپلي ۵۰۰ میلیون ډالر مرستې ته اړتیا لري

سېلاب ځپلی کور
Image caption وروستۍ شمېرې ښيي چې وروستیو سېلابونو شاوخوا ۷۰۰۰ کورونه ویجاړ کړي.

په افغانستان کې له طبعي پیښو سره د مبارزې اداره وایي شاوخوا 500 میلیون ډالرو ته اړتیا لري چې سیلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستې ور ورسوي.

پر همدې مهال د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وایي سیلابونو د دغه هیواد په بیلابیلو ولایتونو کې پراخې کرنیزې ځمکې ویجاړې کړې او د سبو او میوو حاصلات یې زیانمن کړي دي.

د رسمي شمېرو له مخې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو د قربانیانو شمیره اوسمهال له اتیاوو اوښتې او سیلابونو شاوخوا 7000 کورونه د دغه هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې وران کړي دي.

سېلابونو تر ډېره د افغانستان ختیځ، سویل ختیځ او مرکزي سیمې ځپلې دي.

په سلګونو کورنۍ د خپل کلي کور پریښودو ته اړې شوې او له دې چې د افغانستان په ډیرو سیمو کې د اکثریت خلکو کورونه په خامه بڼه دي او د طبعي پیښو په وړاندې هغومره مقاومت نه لري، ځکه نو دې چارې د خلکو د مرګ ژوبلې کچې لوړیدو ته لاره هواره کړې ده.

که څه هم چارواکي وایي په ځینو سیمو کې یې سیلاب ځپلو ته بیړنۍ مرستې ورسولې، خو ګڼ شمیر سیلاب ځپلي د دولت او مرستندویه ټولنو مرستې په وخت او کافي نه بولي.

په افغانستان کې له طبیعي پیښو سره د مبارزې ادارې مشر عبدالمتین ادراک پر نړیوالې ټولنې د مرستې غږ کوي او وایي سیلاب ځپلو ته د بیړنیو مرستو د برابرولو لپاره شاوخوا 500 میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د رپوټونو له مخې دغو سیلابونو په یو شمیر سیمو کې لارې او پلونه وړې او له يوې سيمې نه بلې ته یې غځيدلې لارې پرې کړې او د چارواکو په خبر دې کار د مرستې رسولو چاره هم له ځند او خنډ سره مخامخ کړې ده.

پر همدې مهال د افغانستان د کرنې وزارت چارواکي وایي وروستیو سیلابونو کروندې هم خوندي نه دي پر ایښې او په خبره یې پراخې کرنیزې ځمکې یې ویجاړې کړې دي.

Image caption کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د طبيعي پېښو په وړاندې د مبارزې اداره بايد دا تيارى ولري چې په دغسې حالاتو کې پرته له ځنډه او ژر تر ژره له خلکو سره مرستو ته ورودانگي .

د کرنې وزارت ویاند مجیدالله قرار وایي د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې پرله پسې ورښتونو نه یواځې د سبو او میوو پر حاصلاتو ناوړه اغیزې شیندلې، بلکې په خبره یې له امله یې رامنځ ته شوو سیلابونو د اوبولګولو سیستمونه هم په ځینو سیمو کې زیانمن کړي دي.

ښاغلی قرار زیاتوي چې تر دې دمه د ویجاړو شوو کرنیزو ځمکو په اړه کره شمیرې په لاس کې نه لري.

تیرکال هم د افغانستان په یو شمیر سیمو کې سیلابونو خلکو ته د سر زیان سربیره پراخ مالي زیانونه هم واړول.

په افغانستان کې ځینې وایي د طبيعي پيښو په وړاندې د مبارزې اداره بايد دا تيارى ولري چې په دغسې حالاتو کې پرته له ځنډه له زیانمنو شوو خلکو سره مرستو ته ورودانگي.

دا په داسې حال کې ده چې د هوا پیژندنې د ادارو د اټکل له مخې نن هم په ځینو هغو سیمو کې چې تر دې وړاندې سیلابونو ځپلې، د باران د وریدو وړاندوینه شوې ده.

تېره ورځ په ځينو ولایتونو ېک د سېلابونو د راوتلو له امله خلکو ته ځاني او مالي زیاتونه اوښتي ول.

په دې لړ کې په میدان وردګو ولایت کې سېلابونو لس کسان وړي ول او پنځه زده کوونکي بیا په لوګر ولایت کې اوبو لاهو کړي ول.

شاوخوا دوه اوونۍ محکې هم په افغانستان کې ځواکمن سيلاوونه راوتلي وو چې سربېره پر مالي زيان يې تر ۸۰ ډير خلک ووژل .

کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د طبيعي پيښو په وړاندې د مبارزې اداره بايد دا تيارى ولري چې په دغسې حالاتو کې پرته له ځنډه او ژر تر ژره له خلکو سره مرستو ته ورودانگي .

ورته مطالب