کمیسیون: د ولسي جرګې د نوماندانو امنيت ټينګ کړﺉ

بېل بورډ
Image caption د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایی امنیتي ادارو د ولسي جرګې د نوماندانو د امنیت خوندي کولو په برخه کې هم لا له وړاندې یو لړ ژمنې کړې دي.

د افغانستان په غزني ولایت کې د ولسي جرګې د یوه نوماند له وژل کېدو وروسته، د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت پر وسله والو مخالفینو غږ کړی، چې د ټاکنو له بهیر سره دې همکاري وکړي.

همدارنګه کمیسیون د افغانستان له امنیتي ادارو هم غوښتي چې د ولسي جرګې د نوماندانو د امنیت خوندي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

له غزني ولایت نه ولسي جرګې ته نوماند نجیب الله ګلستاني څو ورځې وړاندې د ناپیژندل شوو وسله والو لخوا تښتول شوی و، چې تیره ورځ یې په دغه ولایت کې مړی وموندل شو.

په افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل کیدو راهیسې، نجیب الله ګلستاني دوهم کاندید دی چې په دې لړ کې وژل کیږي.

نوموړی څو ورځې وړاندې د ناپیژندل شوو وسله والو لخوا تښتول شوی و او تیره ورځ یې په غزني ولایت کې مړی وموندل شو.

له نوموړي څو ورځې وړاندې په خوست ولایت کې دولسي جرګې یو بل نوماند مولوي سعيدالله سعيد هم ووژل شو.

نوموړي د کمپاين په ترڅ کې په يوه جومات کې خلکو ته وينا کوله چې تر دريځ لاندې ځای پر ځای شوی ماين پرې وچاودېده.

د دې ترڅنګ چارواکي وایي تراوسه لږ ترلږه دوه کسه نور د ولسي جرګې کاندیدان د ناپیژندل شوو کسانو لخوا تښتول شوي هم دي.

Image caption ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې د وږي/ سنبلې پر 27 مه ترسره شي.

د ولسی جرګې د نوماندانو په وړاندې امنیتي ننګونو ته په کتو د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د حکومت پر وسله والو مخالفینو له دې بهیر سره د همکارۍ غږ کړی او ځینې غوښتي یې دي چې په دې بهیر کې دې له خنډ جوړولو نه ډډه وکړي.

د ټاکنو کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي له امنیتي ځواکونو یې هم غوښتنه دا ده چې د ولسي جرګې د نوماندانو د امنیت په خوندي کولو دې کوټلي ګامونه اوچت کړي.

په افغانستان کې د ولسي جرګې ځینې نوماندان وايي نا امنیو یې د کمپاین کولو چاره له ځند او خنډ سره مخامخ کړې ده.

دوی وايي له دې سره سره چې د کمپاين رسمي چارې شاوخوا یوه نیمه مياشت مخکې پيل شوې خو د وسلوالو د بريدونو له وېرې نه دوی سيمو ته تلای شي او نه خلک زړه ښه کوي چې د کمپاين په غونډو کې ګډون وکړي .

خو تر دې وړاندې امنیتي چارواکو ویلي چې له خپلو ټولو امکاناتو به کار واخلي چې د ټاکنو په ورځ امنیت خوندي کړي.

د ټاکنو کمیسیون چارواکي وایی امنیتي ادارو د ولسي جرګې د نوماندانو د امنیت خوندي کولو په برخه کې هم لا له وړاندې یو لړ ژمنې کړې دي.

ټاکل شوې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې د وږي/ سنبلې پر 27 مه ترسره شي.

ورته مطالب