معنوي: يواځې په 9 ولايتونو کې به ټول مرکزونه خلاص وي

ښاغلی معنوي
Image caption معنوي وويل تر ټولو ډېر مرکزونه به په مرکزي نا ارام ولايت غزني کې تړلي وي.

افغانستان د ټاکنو د کمېسيون پلان دا و چې په ټول افغانستان کې دولسي جرګې د ټاکنو پر مهال د رای ورکولو 6835 مرکزونه پرانيزي چې د رای ورکولو څه کم شل زره محلونه ترې جوړېدل.

خو اوس د امنيت نشتوالي د دغه پلان پلي کېدل له خنډ سره مخامخ کړل .

د ټاکنو د کمېسيون مشر فضل احمد معنوي وايي د دوی له هڅو سره سره به د هېواد په زياتو ولايتونو کې د رای ورکولو ګڼ مرکزونه تړلي وي : (( يواځې د افغانستان په نهو ولايتو کې موږ هېڅ داسې مرکز نه لرو چې تړلی به وي ، دا هغه نهه ولايتونه دي چې امنيت يې بيخي خوندي دی .

په پاتې پېنځه ويشتو ولايتونو کې له بده مرغه له څلورو مرکزونو نيولی تر 107 مرکزونو پورې به تړلي وي ، چې ډېر تړلي مرکزونه به غزني کې وي. ))

ښاغلي معنوي وويل په ټول هېواد کې 938 مرکزونه تړلي وي چې 2448 محلونه کېږي . ده د هغو سيمو پر اوسېدونکو چې د رای ورکولو مرکزونه به پکې تړلي وي غږ وکړ هغو سيمو ته ورشي د رای ورکولو مرکزونه پکې پرانيستي وي.

ښاغلي معنوي وويل د مرکزونو تړل کېدل به د ټاکنو په پايلو څه اغېزه و نه کړي.

نوموړي زياته کړه امنيتي ځواکونو ورته ډاډ ورکړی دی چې د ټاکنو پر ورځ به د پرانستل کېدونکو مرکزونو امنيت ټينګ ساتي .

ټاکل شوې ده چې د وږي پر 27 مه د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې وشي .