کلنټن په بدخشان کې د بهرنیانو وژنه غندلې ده

هيلري کلنټن
Image caption هيلري کلنټن دغه تورونه خوشي بللي او ويلي يې دي چې ترهګرۍ هېڅ عقيده نه لري.

د امريکا د بهرنيو چارو وزيرې هيلري کلنټن د دغو امريکايانو وژنه چې طالبانو د عيسويت د تبليغ په تور په شمال کې ووژل ، په سختو ټکو غندلې ده .

هيلري کلنټن وژل شوي کسان وستايل او زړه ور کسان يې وبلل.

شپږ کسه امريکايان، يوه برتانوۍ، يو جرمنی چې دوه افغان ژباړونکي ور سره ملګري ول هغه وخت ووژل شول چې دوی په سرويس کې له نورستان څخه را روان ول.

د مالوماتو له مخې دغه کسانو په يوه مرستندويه ټولنه کې کار کاوه چې د افغانستان په کليوالو سيمو کې يې د سترګو په درملنه کې خلکو ته وړيا کارونه کول.

طالبانو ويلي چې د دغه کسانو سره د انجيل کتابونه ول چې مسلمانانو ته يې د عيسويت دين تبليغاوه.

Image caption ډاکټر کرن وو په خپل وېبلاګ کې ليکي، چې غوښتل يې افغانستان کې یوه مستند فلم جوړ کړي.

هيلري کلنټن دغه تورونه خوشي بللي او ويلي يې دي چې ترهګرۍ هېڅ عقيده نه لري.

وژل شوي کسان او همدارنګه د نورو هېوادونو داوطلبان ددې په قول د افغانستان د ټېکاو په نيت لېڅې رانغښتي دي.

د سولي او ازادۍ د ارزښتونو لپاره کار کوي چې د دې په قول طالبان يې پر ضد جنګېږي.

د نړيوالي مرستندويې ادارې په نامه ټولنې هم دغه تور چې د عيسويت تبليغ يې کاوه بې ځايه بللی دی.

له بلي خوا د عيسوي تبليغ يو شمېر ټولنې دا خبره مني چې په افغانستان کي د خپلو مرستندويه کارونو ترڅنګ د عيسويت تبليغ هم کوي.

د روان ميلادي کال په لومړيو شپو کې په نيويارک کې د ملګرو ملتونو لپاره د عيسوي تبليغ د ځانګړي ټولنې ځينو مبلغينو په يوه غونډه کې په افغانستان کې د عيسوي تبليغ خبره په وازه خوله منله.

ورته مطالب