'اسلامي کنفرانس دې د افغانستان پربحران بېړنۍ غونډه وکړي '

په کابل کې راغونډي شوي ديني عالمان
Image caption ملا امامانو دا غوښتنه هم کوله چې بهرني ځواکونه بايد د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونيسي.

هغه شاوخوا ۳۰۰ ديني پوهان او ملا امامان چې له درو ورځو راهيسې يې له طالبانو سره د جوړجاړي د خبرو د څرنگوالي په اړه خبرې کولې، نن يې د يوه پرېکړه ليک په خپرولو سره د اسلامي هېوادونو له کنفرانسه وغوښتل چې د افغانستان د ستونزې د هواري په برخه کې مرسته وکړي.

دغو مذهبي پوهانو له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د هغو ديني پوهانو ملاتړ وکړي چې د ملي يووالي د ټينگولو په موخه هڅې کوي.

ملا امامانو دا غوښتنه هم کوله چې بهرني ځواکونه بايد د ولسي وگړو د مرگ ژوبلې مخه ونيسي.

دغه پرېکړه لیک لس بندونه لري او د شاوخوا ۳۰۰ تنو مذهبي پوهانو تر درې ورځنیو خبرو وروسته خپور شوی دی.

حکومت دغه مذهبي پوهان او ملا امامان په دې موخه کابل ته رابللي وو، چې له طالبانو سره د جوړړجاړي د خبرو د څرنګوالي په اړه وغږيږي.

دغو پوهانو په خپل خپاره کړي پرېکړه لیک کې د کابل د سولې د ملي مشورتي جرګې ملاتړ کړی او غوښتنه یې کړې ده، چې د وسله والو طالبانو د مشرانو نومونه باید د ملګرو ملتونو له توره نوملړه وایستل شي.

Image caption قیام الدین کشاف: ''موږ د افغانستان علماء او خطيبان په دې هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د اسلامي کنفرانس له سازمان نه غواړو چې ژر تر ژره په افغانستان کې د موجوده بحران پای ته رسولو لپاره غونډه راوبولي.''

راغونډو شوو دیني پوهانو په خپل پرېکړه لیک کې د اسلامي کنفرانس له غړو هېوادونو هېوادونو غوښتنه کړې ده، چې د افغانستان د ستونزې د هواري په برخه کې مرسته وکړي.

د افغانستان د علماوو د شورا ویاند قیام الدین کشاف :

''موږ د افغانستان علماء او خطيبان په دې هېواد کې د جګړې پای ته رسولو لپاره د اسلامي کنفرانس له سازمان نه غواړو چې ژر تر ژره په افغانستان کې د موجوده بحران پای ته رسولو لپاره غونډه راوبولي.''

دغو ملا امامانو له حکومته دا غوښتنه هم وکړه، چې کوم پوهان د سولې او ملي يووالي د ټينګولو په برخه کې هڅې کوي، باید چې ملاتړ يې وشي.

په پرېکړه لیک کې پر دې خبره هم ټينګار شوی دی، چې حکومت باید د جرمونو، اخلاقي فساد ، اداري فساد او د پردیو د فرهنګي يرغل مخه ونیسي ‎، د بشر حقونه تامین کړي، او شرعي حدود پلی کړي.

Image caption ديني پوهانو په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو هم وغوښتل چې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د ولسي وګړو ژوند خوندي وساتي.

د پرېکړه لیک د کرښو له مخه، یادو شوو خبرو د افغانستان ستونزه لا پسې غځولې ده.

ديني پوهانو په افغانستان کې له مېشتو بهرنیو ځواکونو هم وغوښتل چې د خپلو عملیاتو په ترڅ کې د ولسي وګړو ژوند خوندي وساتي:

''موږ د افغانستان علماء له نړیوالو نظاميقوتونو په کلکه غواړو چې د بې ګناه خلکو له وژلو، ځورولو، د کورونو په خپل سر تالاشي کولو او بې ځایه بمباریو ډډه وکړي. ''

سره له دې چې کابل ته ځینې راغلي پوهان له طالبانو سره خپل تړاو نه ردوي، دوی وايي چې دغه تړاوونه د سولې د راوستلو په برخه کې مرسته کوي، خو د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه يې څه ونه ویل چې د حکومت د وسله والو مخالفانو تر ټولو ستره غوښتنه ده.

ورته مطالب