افغان زنداني یو افغان دوه امريکايي پوځيان ووژل

د امریکا سمندري پوځيان
Image caption ایساف وايي زنداني د لمانځه پروخت پر پوځيانو ډزې کړې، چې د تېښتې هڅه یې کوله.

په افغانستان کې مېشت ایساف ځواکونه وايي د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې یوه افغان زنداني د لمانځه په وخت کې دوه امریکايي سمندري پوځيان وژلي دي.

ایساف وايي زنداني خپل ځان لمانځه ته په چمتووالي بوخت کړی و، چې ناڅاپه يې د زندان ساتونکی وواژه.

بي بي سي ته د ایساف لخوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دغه زنداني د تېښتې هڅه کوله، خو بریالی نه شو.

خو وايي چې په زندان کې له خپلې خونې ووت، خو بهر ته په وتلو ونه توانېده.

خبرپاڼه وايي امریکايي پوځيان د زنداني د بېرته نیولو پرمهال وژل شوي.

رپوټونه وايي لومړی زنداني د لمانځه په وخت کې د زندان افغان ساتونکی وژلی او بیا يې ټوپک پر امریکايي سمندري پوځيانو راړولی دی .

ایساف وايي چې تر ډزو وروسته امنيتي ځواکونو زنداني په ډزو وواژه.

د هلمند چارواکو پېښه تایید کړې ده، چې په وینا يې په اړه يې پلټنه پيل شوې، خو د امريکايي سمندري پوځيانو له تاييدولو په څنګ تېر شوي.

د افغانستان په سوېل کې پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو پېښې زياتې شوې دي.

Image caption د جولای پر ۲مه د افغانستان په شمال مزار شریف کې د دغه هېواد د ملي اردو يوه سرتېري د روزنې پرمهال یو افغان عسکر او ۲ امريکايان په ډزو ووژل.

په تېر جولای میاشت کې یوه افغان سرتېري په هلمند کې درې برتانوی سرتېري په ډزو ووژل.

په خټه هزاره دغه ۲۰ کلن طالب حسین تر برید وروسته طالبانو ته اوښتی او بي بي سي ته يې وویل چې د برید پلان يې پخپله جوړ کړی و.

تر هغه وروسته د جولای پر ۲مه د افغانستان په شمال مزار شریف کې د دغه هېواد د ملي اردو يوه سرتېري د روزنې پرمهال یو افغان عسکر او ۲ امريکايان په ډزو ووژل.

برید کوونکی هم وژل شوی.

ایساف ويلي وو چې دا پېښه د سپکو وسلو د ازموینې پرمهال شوې ده.

ورته مطالب