م.م: افغانستان کې ۳۱٪ ملکي تلفات زیات شوي

د بهرنیو ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوی ملکی وګړی
Image caption په افغانستان کې وړاندې يوه تازه رپوټ ويلي وو چې د روان ۲۰۱۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۱۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

د ملکي تلفاتو په اړه د ملګرو ملتونو تر ټولو وروستی رپوټ ښيي چې په تېرو شپږو میاشتو کې ناټو ځواکونو د عملیاتو او د اورپکو د بریدونو له امله د ولسي وګړو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

پر همدې مهال د هغو فعالیتونو په ترڅ کې چې په افغانستان کې د ناټو پر مشرۍ نړیوال ځواکونه په کې ښکېل دي، د ملکي تلفاتو کچه کمه شوې ده.

په رپوټ کې راغلي چې د ملګي وګړو په تلفاتو کې ۳۱ په سلو کې زیاتوالی راغلی دی.

د هغو ماینونو د چاودنو په پیښو کې چې د اورپکو لخوا ځای په ځای شوي دي، په ځانګړې توګه د وژل شوو ماشومانو شمیره په چټکه توګه ختلې ده.

په کابل کې د بي بي سي خبریال وایي دا رپوټ ځکه مهم دی چې دواړه غاړې غواړي د ملکي مرګ ژوبلې کچه محدوده کړي.

د روانې میاشتې به لومړیو کې افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي وو د عملیاتو پرمهال به د ملکي تلفاتو مخنيوي ته ډېر پام کوي.

څو ورځې وړاندې د افغانستان په ختيځ ننګرهار ولایت کې د ناټو بمبارۍ ۲۵ ملکي وګړي هغه مهال ووژل شول، چې د يوې جنارې له مراسمو سره روان ول.

طالبانو هم ژمنه کړې وه، چې د عملیاتو پرهال به د ملکي وګړو د وژل کېدو مخنیوی کوي.

په افغانستان کې وړاندې يوه تازه رپوټ ويلي وو چې د روان ۲۰۱۰ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې تر ۱۰۰۰ ډېر ولسي وګړي وژل شوي.

د تېرې یکشنبې پر ورځ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د ملکي تلفاتو په اړه په خپاره شوي راپور کې ويلي وو چې د وسله والو طالبانو، بهرنيو ځواکونو او افغان سرتېرو له لوري په تېرو اوو مياشتو کې ۱۳۲۵ تنه ملکی وګړي وژل شوي دي.

Image caption وړاندې جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي وو چې په خپل پوځي تاکتیک کې به بدلون راولي چې د ولسي وګړو مرګ ژوبله پکې راکمه کړي.

په تېر ۲۰۰۹ کال کې افغانستان کې د نړیوالو او امریکايي ځواکونو مخکني قومندان جنرال سټېنلي مکرېسټل بهرنیو ځواکونو ته داسې يوه پوځي تګلاره جوړه کړې وه، چې له مخې به يې په خپلسري عملیات نه کېږي، د ملکي وګړو ژوند ته به پام کېږي او په خپلسري توګه به بمبارۍ نه کېږي.

د هغه ځایناستي جنرال ډېوېډ پيټرېیاس هم ژمنه کړې چې د مکرېسټل پوځي تګلاره به تعقیبوي.

په تېره جنورۍ میاشت کې د ملګرو ملتونو يوه رپوټ ويلي وو چې افغانستان کې د روانې جګړې له امله د ولسي وګړو په مرګ ژوبله کې ۱۴ فیصده زیاتوالی راغلی، چې په وینا يې دا د تېرو دوه کلونو (۲۰۰۸-۲۰۰۹) په پرتله لوړه کچه ده.

په رپوټ کې راغلي ول، چې زیاتره ملکي وګړي د طالبانو لخوا وژل شوي دي.

ورته مطالب