کابل: ځانمرګي برید څلور کسان ووژل

کابل کې د مخکني برید عکس ګورﺉ
Image caption تر دې وړاندې هم کابل د ورته ځانمرګو بریدونو شاهد و .

د کابل پولیس وايي د کابل تایمنیو په نهم سړک د بهرنیو وګړو د مېلمستون مخې ته ځانمرګی برید وشو.

سرچینه وايي برید نن (سه شنبه/ د اګست لسمه) ماسپښين شاوخوا درې نیمې بجې وشو، چې په وینا يې د دوو ګاډو چلوونکو په ګډون څلور تنه پکې ووژل شول.

په وژل شوو کې دوه د مېلمستون ګاډي چلوونکي دي .

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند زمري بي بي سي ته د تيلې فون پر کرښه وویل برید د يوې مؤسسې مخې ته شوی دی.

نوموړی وايي چې په برید کې دوه تنه وژل شوي:

''د تایمنیو په نهم سړک کې ځانمرګی برید شوی، چې د امنیتي کمپنۍ یو ساتونکی پکې وژل شوی، یو بل ساتونکی ټپي دی، نور تلفات نه لري، اوس وضعیت ارام دی. ''

ښاغلي بشري وویل چې د برید په اړه پلټنه روانه ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه، چې تر اوسه دوی ته هم د دې مؤسسې په اړه مالومات نشته، خو پلټنه يې روانه ده.

تر دې وړاندې هم کابل د ورته بریدونو شاهد و .

که څه هم د دې برید پړه چا پر غاړه نه ده اخیستې، خو معمولاً د دې ډول بریدونو ګوته وسله والو طالبانو ته نیول کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې سبا د روژې مبارکې لومړۍ ورځ ده.

تېر کال هم وسله والو تر روژې يوه ورځ مخکې او بیا په روژه کې خونړي بریدونه وکړل.

ورته مطالب