سياس: طالبان سېلاب ځپلو ته د مرستو رسولو مخه نيسي

Image caption د تېرو دوو اونيو په ترڅ کې سېلابونو د افغانستان يو شمېر ولايتونه سخت زيانمن کړل. حکومت وايي لا يې هم ټولو اغېزمنو کسانو ته مرستې نه دي رسولې.

په افغانستان کې د طبيعي پيښو پر وړاندې د مبارزې اداره ادعا کوي په ځينو سيمو کې وسلوالو طالبانو د هغو مرستندويه ډلو مخه نيولې چې سېلاب ځپلو ته مرستې رسوي.

ددغې ادارې مرستيال محمداسلم سياس وايي له همدې امله لا هم يو شمېر داسې سېلاب ځپلې سيمې شته چې لا هم مرستې ورته نه دي رسېدلې .

ښاغلي سياس وويل هيله لري چې ډېر ژر به دغه ستونزه د قومي مشرانو په منځگړتوب هواره شي.

د نوموړي په وينا له دې پرته نورو ډېرو سميو ته د کورنيو او بهرينو بنسټونو مرستې رسېدلې چې خېمې، خوراکي او نور اړين توکي پکې دي .

دغه راز ښاغلي سياس وويل چې د وژل شويو کسانو کورنيو ته يو- يو لک افغانۍ نغدې پيسې هم ورکوي .

په تېرو دوو اونيو کې دافغانستان په يو شمېر ولايتونو کې سخت سېلابونه راغلل چې په مالي زيان سربېره يې خلکو ته د سر زيان هم واړاوه.

سېلابونو ، کونړ ، لغمان، نورستان، کاپيسا او ميدان وردګ ولايتونه ډېر وځپل .

د طبعي پېښو پر وړاندې دمبارزې د ادارې مرستيال ښاغلی سياس وايي کونړ د سېلابونو په ترڅ کې تر ټولو ډېر اغېزمن شوی دی.

ده وويل دوی د هوا له لارې دغلته شاوخوا لس زره کسان له سېلاب ځپلو سيمو څخه خوندي سيمو ته لېږدولي دي .

په افغانستان کې د طالبانو له لوري د مرستو د کارونو پر وړاندې د خنډ جوړلو ادعا داسې مهال کېږي چې په ګاونډي پاکستان کې سېلاب ځپلو ته د مرستو د رسولو نوښت مذهبي ډلو پر غاړه اخيستی دی .

طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي چې ولې د مرستو د رسولو لړۍ نه پرېږدي.