پوليس: په ختيځ کې بهرني جنګيالي پښې ټينګوي

Image caption چارواکي وايي په دې وروستيو کې په ختيځ کې د جګړو په ميدانونو کې د بهرنيو طالبانو مړي موندل شوي دي.

په ختيزو ولايتونو کې د سرحدي پوليسو چارواکي داسې مهال ، د بهرنيو جنګيالو د زياتوالي خبر ورکوي چې په دغلته په دې وروستيو کې چاودنې، ځانمرګي بريدونه او د ترپ و خرپ نښتې زياتې شوې دي .

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو مشر جنرال محمد زمان مموزى وايي ، چيچنيايي، عرب او وزيرستاني طالبان په دې وروستيو جګړو او مخامخ نښتو کې له ايتلافي او افغان ځواکونو، سره جنګيدلي چې د هغه په وينا دځينو مړي د جګړې په مېدان کې پاتې شوي دي .

په 2001 کال کې هغه مهال چې طالب رژيم ړنګ شو، نو د راپورونو له مخې د افغانستان په ختيځ کې په توره بوړه کې په القاعدې پورې تړلي جنګيالي زياتره د پاکستان او افغانستان ترمنځ غرنيو قبايلي سيمو ته وکوچېدل .

اوس له دې سره سره چې پر پوله پاکستاني او افغان امنيتي ځواکونه پراته دي خو د ښاغلي مموزي په وينا لا هم وسله وال طالبان او بهرني جنګيالي افغانستان ته را اوړي.

د ننګرهار د ځينو لرو پر سيمو اوسېدونکي هم وايي چې د شپې او ورځې يې طالبان په کور و کلي کې ګرځي .

د دغه ولايت د پوليسو وياند سمونوال عبدالغفور د بهرنيو جنګيالو پر زياتېدو سربېره وايي چې د بهرنيانو په جګړه ييزه تګلاره کې هم توپير لېدل کېږي.

ده وويل توپير دادى چې بهرني جنګيالي دافغان وسله والو طالبانو په پرتله ملکي تلفاتو ته هېڅ پام نه کوي.

په ختيځ کې د سرحدي پوليسو مشران دا هم وايي چې په ځينو سيمو کې د بهرنيو جنګياليو پر سرافغان طالبان هم په خپلو کې سره يوه خوله نه دي.

دوی زياتوي په ځينو سيمو د بهرنيو جنګيالو پر سرد د افغان طالبانو ترمنځ کړکېچونه پېداشوي، خو وسله وال طالبان په دې اړه څه نه وايي .