کرزي د روژې په وياړ خپل پيغام کې د جګړې درول غوښتي

ښاغلی
Image caption ښاغلي کرزي پر وسلوالو غږ کړی چې د روژې په وياړ جګړې ته د پای ټکی کېږدي.

افغان ولسمشر حامد کرزي د روژې د مياشتې په وياړ پر خپلو وسلوالو مخالفينو غږ کړی چې د روژې په درناوي جګړه او تاوتريخوالی و دروي.

ولسمشر کرزي په دې اړه پخپل يوه پيغام کې ويلي هغه کسان چې وسله يې په لاس او په وينا يې بشري او اسلامي ضد کارونه کوي بايد ددغې مياشتې په درناوي ترې لاس واخلي.

ښاغلي کرزي تر دې وړاندې هم څو ځله له مخالفينو څخه غوښتي چې جګړې ته د پای ټکی کېږي .

خو طالبانو او د حکومت نورو وسلوالو مخالفينو پخوا په وار وار دغه غوښتنه رد کړې ده .

ښاغلی کرزي په خپل پيغام کې په بازارونو کې د خوراکي توکو د بيو لوړېدو ته هم اشاره کړې ده .

ده ويلي له دې امله چې د روژې په مياشت کې توکو ته اړتيا ډېره وي نو بيې، يې لوړېږي چې له دې امله بېوزلې کورنۍ ډېر زيان ويني .

هغه له افغان سوداګرو او هټۍ والو څخه غوښتي چې د روژې د مياشتې په درناوي بيې لوړې نه کړي .

په افغانستان کې هر کال د روژې په را رسېدو سره د توکو بيې لوړېږي .

سږ کال هم د نژدې ټولو خوراکي توکو بيې د عادي مياشتو په پرتله لوړې شوې چې بېوزله افغان يې له ستونزو سره مخامخ کړي دي.