د خوست په ناامنیو کې ۱۴ کسان وژل شوي

خوست
Image caption خوست ولایت چې له شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري، یو له نارامه ولایتونو څخه ګڼل کېږي.

له خوست نه رپوټونه وايي چې د اسماعیل خېلو او مندوزيو ولسوالیو د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې، چې تر درې ساعته نښتې ورروسته له دواړو ښکېلو غاړو اته کسان پې وژل شوي دي.

د خوست ولایت د اسماعیل خیلو او مندوزيو ولسوالیو د دوو قبیلو ترمنځ د ځمکې پر سر شخړه شوې، چې اته کسان پکې وژل شوي دي.

عيني شاهدانو بي بي سي ته وول نښته نن سهار پاو کم شپږ بجې پيل او تر درو ساعتونو پورې يې دوام کړی.

د عيني شاهدانو په وینا، په دې نښته کې له دواړو غاړو اته کسان وژل شوي او لس نور ټپيان دي.

ویل کېږي دا شخړه د هغې ځمکې پر سر پيل شوې، چې دواړه غاړې يې د ملکیت ادعا کوي، خو د خوست چارواکي وايي چې دا دولتي ځمکه ده.

تر درې ساعته نښتې وروسته ملي اردو او ملي پولیسو مداخله کړې، چې شخړه پای ته رسېدلې او په وسلو سمبال کسان يې بې وسلې کړي دي.

‎دا ډول شخړې د خوست په ډېرو سیمو کې شته، چې ډېر کله د پېښېدا له امله ګڼه مرګ ژوبله رامنځ ته کوي او مخکې پکې د استوګنې ګڼ کورونه سوځول شوي دي.

Image caption په خوست کې د ناټو اډې ته څېرمه پر يو کور توغندلی لګېدلی، چې درې ماشومان پکې وژل شوي.

د ویلو ده چې په خوست کې کې ګڼ قومي خلک سپکې او درنې وسلې لري، چې ډېر ځله د دا ډول خونړیو پېښو لامل کېږي.

دا ډول پېښې د حکومت پرضد یو ستر ګواښ دی، چې چارواکي يې له سترې ننګونې سره مخامخ کړي دي.

توغندي ۳ ماشومان ووژل

بل خوا خوست ښار ته څېرمه د ناټو ځواکونو لويې اډې ته څېرمه پر يوه کور توغندی لګېدلی، چې له امله يې درې ماشومان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي دي.

د سلارنو یا ساراباغ په نامه د ناټو پر دغې لویې اډې تر کال هم ورته توغنديز برید شوی و چې د يوې کورنۍ لس غړي پکې وژل شوي ول.

دا تر کابل او کندهار وروسته په افغانستان کې د ناټو تر ټولو لویه اډه بلل کېږي.

بل پلو د خوست د صبریو ولسوالۍ د یعقوبیو په سیمه کې د سړک جوړونې د یوه خصوصي شرکت پر ساتونکو برید شوی، چې يو ساتونکی، او دوه برید کوونکي پکې وژل شوی او یو بل ټپي دی.

Image caption چارواکي وايي د محاکمو په ریاست کې چاودنې یو تن ټپي کړی.

ویل کېږي برید کوونکي د سيمې خلک دي.

همدارنګه، د خوست امنیه قوماندانۍ ته څېرمه د محاکمو په ریاست کې چاودنه شوې، چې د چارواکو په وینا د محکمې يو کارکوونکی ټپي شوی دی.

خوست ولایت چې له شمالي وزیرستان سره ګډه پوله لري، یو له نارامه ولایتونو څخه ګڼل کېږي.

خو دا پېښې په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې په خوست کې امنیتي پېښې بيخي لږ شوې وې.

وسله والو طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی، چې په روژه میاشت کې خپل بریدونه زیات کړي.

ورته مطالب