په کابل کې کوچیانو او هزاره ګانو نښته وکړه

د کوچیانو او هزاره ګانو نښته
Image caption يوه تن کوچي بي بي سي ته يې وويل چې هزاره توکمو پرې بريد وکړ.

دا په وروستيو کلونو کې لومړى ځل دې چې په پلازمېنه کابل کې د ځينو کوچيانو او هزاره توکمو تر منځ وسله واله نښته کېږي.

دغه کوچيان د هغوى په خپله وينا په دې وروستيو کې له پاکستانه راستانه شوي وو، او له دارالامان ماڼۍ سره نژدې يې کېږدۍ لگولې وې.

دغه پېيښه چې له دارالامان ماڼۍ سره نژدې پيل شوې وه تر لږ څه ځنډ وروسته پوليس هم ورورسېدل او د راټولو شويو خلکو د تيت په ترک کولو په موخه يې ډزې پيل کړي.

تر هغه وروسته د ماپښين پر څلورو بجو يو شمېر هزاره توکو غوښتل، چې د لاریون له لارې د کابل په لوېديځ ميرويس میدان کې يوه مارکېټ ته اور ورته کړي، چې دا پېښه پر تاوتريخوالي واوښته.

پولیسو د مارکېټ د سوځولو د مخنيوي په خاطر پر قهرېدلو ډزې وکړې چې دې لړۍ ان تر ماښامه دوام وکړ.

ځينې سيمه یيز خلک وايي چې د پوليسو په ډزو هم يو شمېر خلک لگېدلي دي.

په څرگنده دغه نښته د ځمکې په سر شوې ده چې په اړه يې دواړه غاړې جلا نطرونه لري او يو بل پړه بولي يو تن سيمه یيز هزاره توکمې وويل چې کوچيانو په هغه ځمکه چې دوى د هديرې لپاره څانگړې کړې وه کيږدۍ لگولي وې او له هماغه ځايه يې پر سيميزو خلکو ډزې وکړې:

Image caption دغه پېيښه چې له دارالامان ماڼۍ سره نژدې پيل شوې وه تر لږ څه ځنډ وروسته پوليس هم ورورسېدل او د راټولو شويو خلکو د تيت په ترک کولو په موخه يې ډزې پيل کړي.

((د جگړې پيلونکي کوچيان وو شاوخوا يوه مياشت مخکې راغلي وو ،دا چې تاسې يې وينۍ هديره ده چې د ولسمشر په فرمان سره خلکو ته ورکړل شوې ده،کوچيان راغلل او ويې ويل چې موږ د څو ورځو لپاره راغلي يو بيا بيرته ځي ، خو کوچيانو چې کورونه جوړ کړل خلکو هم وويل چې زموږ هديره ده نو په کې کورونه جوړوو چې ناپ کول يې پيل کړل کوچيانو د کلاشينکوفونو او پيکا ډزې وکړې چې څلور کسان په کې ټپيان شول.))

خو يوه تن کوچي د هزاره توکمو دغه ادعا نا سمه وبلله او بي بي سي ته يې وويل چې هزاره توکمو پرې بريد وکړ.

بل خوا ځينو عيني شاهدانو بي بي سي ته وویل چې له دواړو ښېکلو غاړو سره امريکايي وسلې موندل شوې دي

د مرگ ژوبلې هغه شميرې چې دواړه غاړې او عيني شاهدان يې ورکوي يوه له بلې سره سمون نه خوري او د کابل پوليسو هم پر دې اړه رسمي شميرې تر دې مهاله نه دي خپرې کړې خو د روغتيا وزارت وياند کرگر نوروغلي وايي چې له دواړو غاړو د نښتې پنځه تنه ټپيان روغتون ته ليږدول شوي دي.

تر دې مخکې د ميدان وردگو ولايت په بهسودو او ځينو نورو سيمو کې د کوچيانو او هزاره توکمو تر منځ د ځمکو او ورشوگانو په ملکيت جگړه شوې وه چې حکومت غلې کړه.

تر دغې نوې نښتې وروسته چې په کابل کې وشوه سيمه یيزو خلکو غوښتنه کوله چې په ټولو سيمو کې بايد ددغه راز جگړو مخه ونيول شي.

د بي بي سي په نور پاڼو کې