افغان حکومت ولسوالان د ازادې سیالۍ له لارې ټاکي

جيلاني پوپل
Image caption د افغانستان د سيمه ييزو ارگانونو د ادارې مشر جيلاني پوپل د ولسوالانو د ټاکلو د لومړي پړاو د پيل پر مهال وويل چې اغېزمن کسان د ولسوالانو په توگه وټاکو:

افغان حکومت د ازادې سيالۍ له لارې د ټولو ولسواليو د ټاکلو لومړى پړاو تر سره کړ.

ټاکل شوې چې دغه چاره له دوو نه تر درو کلونو پورې بشپړه شي.

ددغه کار موخه په ولايتي ادارو کې د مسلکي او په کار پوهو کسانو ټاکنه ښول کېږي.

پر ولسواليو سر بيره د سيمه ييزو ښارواليو د اصلاحاتو چاره هم پيلېدونکې ده.

دا لومړى ځل دى چې د افغانستان په ١٢ ولايتونو کې د ٣٣ ولسواليو لپاره په کابل کې له څه باندې ۸۰ تنو ازموينه واخيستل شوه.

ددې کار لويه موخه داده چې په افغانستان کې د ولسواليو په کچه د سيمه ييزو ادارو لپاره په کار پوه او وړ کسان په دندو وگمارل شي او محلي ادارې پياوړي او اصلاح شي.

حکومت هڅه کوي له دې لارې خلک پر حکومت باوري کړي او په سيمه ييزه کچه حکومتي پرمختيايي چارې منظمې کړي.

د افغانستان د سيمه ييزو ارگانونو د ادارې مشر جيلاني پوپل د ولسوالانو د ټاکلو د لومړي پړاو د پيل پر مهال وويل چې اغېزمن کسان د ولسوالانو په توگه وټاکو:

((دا مرحله اوس ختمه ده چې ولسوال به له هماغه سیمې وي، اوس د ځينو معیارونو پر بنسټ دا کار ترسره کېږي، موږ جدي تصمیم لرو چې ډېر جدي کسان ولسوالان وټاکو، او موږ غواړ چې له سیمه ييزې حکومت والۍ نه دا ستونزه ليرې کړو. ))

په تېرمهال کې داسې ليدل شوي چې له پلازمېنې ولسواليو ته ځينې گمارل شوي ولسوالان د واليانو لخوا نه دي منل شوي خو ښاغلى پوپل وايي نور هغه پړاوو پاى ته ورسېد:

((پخوا به ځینو چارواکو د حکومت فرمان نه مانه، خو اوس چې په پلازمېنه کې کوم د چارواکو او یا ولسمشر لخوا کومې پرېکړې کېږي، حتماً به عملي کېږي.))

د ولسوالانو نوې گمارنه داسې ده چې د يوې ولسوالۍ لپاره په ټول افغانستان کې وړ کسان کولى شي ځان کانديد کړي او د اداري اصلاحاتو کميسيون ته خپله عريضه له اسنادو سره وړاندې کړي.

کميسيون د ټولو کسانو د اسنادو تر ارزولو وروسته له وړو کسانو ازموينه اخلي.

په نوي سيستم کې هر څوک د افغانستان د هرې اعلانېدونکې ولسوالۍ لپاره ازموينه ورکولی شي .

د اداري اصلاحاتو د کميسيون مشر احمد مشاهد وايي د سيمه ييزو چارو د ښه والي په موخه د لوړ تحصيل لرونکو خلکو ته ډېر پام کېږي:

(( د همدغو ٣٣ ولسواليو لپاره ٢٤٧ تنو غوښتنليکونه ور کړي وو چې له هغې ډلې ٨٢ تنه په شرايطو وړ کسان غوره شول . پاتې نور و يا لوړې زده کړې نه لرلې او يا يې په اړونده برخه کې تجربه نه لرله.))

Image caption افغان چارواکي په پلان کې لري چې تر را تلونکو درو کلونو پورې د ټولو ولسواليو لپاره په کار پوه مسلکي ولسوالان وټاکي.

ښاغلي مشاهد ويل چې د تجربې اولوړو زده کړو مسله د يوه ولسوال په ټاکنه کې مهم ټکي دي خو د لومړي پړاو په ازموينه کې ځينو برخه لرونکو لوړې زده کړې نه لرلې.

افغان چارواکي په پلان کې لري چې تر را تلونکو درو کلونو پورې د ټولو ولسواليو لپاره په کار پوه مسلکي ولسوالان وټاکي.

د سيمه ييزې حکومتدارۍ د پياوړتيا په برخه کې دغه چاره ډېره مهمه بلل کېږي.

ولسمشر کرزي له بيا ټاکل کېدو وروسته د سيمه ييزې حکومتوالى د پياوړتيا ژمنه وکړه او اعلان يې وکړ چې په ولايتونو کې دې له والي پرته ټول پوستونه غير سياسي شي.

پلان داسې دى چې له ولسوال وروسته د نورو اړوندو سيمه ييزو حکومتي کارکوونکو وړتيا هم لوړه کړي.

د ولسواليو د پياوړتيا تر څنگ جيلاني پوپل د سيمه ييزو ښارواليو د وړتيا د لوړولو او اصلاح کولو د لوى پلان يادونه هم وکړه چې په وينا يې په را تلونکو څو کلونو کې به پرې تر ۶۰۰ ميليون ډالره ولگوي.

ښاغلى پوپل وايي هڅه کوي دوه کاله وروسته د سيمه ييزو ښارواليو لپاره د ټاکنو شرايط برابر کړي.

ورته مطالب