'د نشه يي توکو ۱۳۰ کاروباریان د قانون منګولو ته سپارل شوي'

کوکنار
Image caption د نشه يي توکيو ضد وزارت وايي چې د لويو قاچاق وړونکو نيول به ددوى لويه دنده وي.

په افغانستان کې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضايي مرکز وايي چې د سږني کال په لومړيو دريو مياشتو کې يې د نشه يي توکيو د کر، قاچاق، او توليد په تور ۱۳۰ کسان د قانون منگولو ته سپارلي دي چې قانوني چلند ور سره شوى دى.

ددغه مرکز چارواکي وايي چې په نيول شويو کسانو کې يو لوړ پوړى چارواکى او درې پوليس هم شامل دي.

همدا راز ددغه مرکز چارواکي وايي چې د تېر کال په پرتله سږ کال د نشه يي توکيو په تور د نيول شويو کسانو شميره ډيره ده.

په افغانستان کې د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې د عدلي او قضايي ادارې د څارنوالۍ د برخې مشر نور حبيب جلال وايي چې د سږني کال په لومړيو دريو مياشتو کې يې د داسې ١٣٠ کسانو کسانو دوسيې ارزولي او د حکم لپاره محکمې ته ليږلي دي چې د نشيي توکيو د کاروبار په تور افغان پوليسو نيولي دي.

د ښاغلي جلال په وينا د کومو کسانو دوسيې چې ارزول شوي دي په هغو کې د يوۀ سرحدي جنرال او دريو تنو پوليسو نومونه هم شامل دي.

ښاغلي جلال وويل چې ډېر تورن کسان په هلمند، کندهار، هرات، او فراه ولايتونو کې د نشه يي توکيو د کر، توليد، قاچاق او ساتنې په تورونو د پوليسو له خوا نيول شوي دي.

افغان حکومت د نشه يي توکيو پر وړاندې مبارزه کول له خپلو لومړيتوبونو بولي.

Image caption افغانستان د نړۍ له سترو نشه يي توکو تولیدوونکو هېوادونو څخه ګڼل کېږي.

چارواکي وايي چې تر دې وروسته به د نشه يي توکيو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې سيمه ييزې همکارۍ پياوړې کړي.

د نشه يي توکيو ضد وزارت وايي چې د لويو قاچاق وړونکو نيول به ددوى لويه دنده وي.

شاوخوا دوه اوونۍ مخکې يوې افغان محکمې د سرحدي پوليسو يو تن چارواکي له دې کبله په لس کاله بند پړ وخيژوه چې له چاچاق وړونکو سره يې د نشيي توکيو د پټ ليږد په برخه کې مرسته کړې وه.

خو سره له دې بيا هم ويل کيږي چې تر دې مهاله حکومت لويو قاچاق وړونکو ته لاس نه دى اچولي او يوازې واړه قاچاق وړونکي او د کوکنارو کروندگر يې نيولي دي.

ورته مطالب