ګېټس: د ۲۰۱۱ په جولای کې د ځواکونو وتل پيلوو

ښاغلی گيټس
Image caption ښاغلي گيټس ويلي په دغه موضوع کې د سوال ځاى نه دى پاتې او هرڅه به د پلان سره سم تر سره کيږي.

د امريکې د دفاع وزير ټينگار کوي چې له افغانستانه د امريکايي ځواکونو وتل به د راتلونکي کال په جولاى کې پيل شي.

دغه څرگندونې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د عمومي قومندان جنرال پيټرېياس له هغو څرگندونو وروسته کيږي چې ويلي وو کېدى شي ولسمشر اوباما ته مشوره ورکړي چې له افغانستانه د د امريکايي ځواکونو وتل وځنډوي.

پر همدې مهال په کابل کې سوله ساتي ځواکونه وايي چې افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د مسؤوليت د ورسپارلو ارزونه يې پيل کړې.

د امريکې ددفاع وزير رابرت گيټس ژمن دى چې له افغانستانه د هغه هيواد د پوځيانو ويستنه به د ولسمشر اوباما له تگلارې سره سم په خپل وخت پيل کړي.

دغه چاره د راتلونکي کال په جولاى مياشت کې د افغانستان حالاتو ته په کتو سره پيليدونکې ده.

ښاغلي گيټس ويلي په دغه موضوع کې د سوال ځاى نه دى پاتې او هرڅه به د پلان سره سم تر سره کيږي.

په افغانستان کې د سوله ساتو ځواکونو وياند جوزف بلاټز وايي د غلته د ناټو عمومي قومندان جنرال ډيويډ پيټرياس هم د سر تيرو د وتلو په برخه کې د ولسمشر اوبا ما له تگلارې سره همغږى دى:

''جنرال پيټرېیاس په بشپړه توگه د ولسمشر اوباما د پريکړې په وړاندې ژمن دي چې بايد د امنيت ، پرمختيا او حکومتوالى اړوند نور چارو دمسوليت د ليږدولړ بهير د راتلونکي کال په جولاى کې افغان دولت ته پيل کړي.''

Image caption ښاغلي پيټرېیاس له يوه امريکايي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي وو چې کيدى شي ولسمشر اوباما ته مشوره ورکړي چې په راتلونکي جولاى کې د سر تيرو وتل پيل نه کړي .

خو تر دې يوه ورځ وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول چې جنرال پيټرېیاس غواړي د پوځيانو وتل وځنډيږي.

ښاغلي پيټرېیاس له يوه امريکايي تلويزيون سره په مرکه کې ويلي وو چې کيدى شي ولسمشر اوباما ته مشوره ورکړي چې په راتلونکي جولاى کې د سر تيرو وتل پيل نه کړي .

پر همدې مهال په کابل کې د ايساف ځواکونو وياند وايي چې افغان ځواکونو ته په بيلا بيلبو برخو کې د امنيتي چارو د مسوليت د سپارلو ارزونه يې پيل کړې: ''اول دا مهمه ده چې پو ه شو د امنيت ليږدول يو بهير دى او پيل يې دا مانا نه لري چې موږ دافغانانو په وړاندې خپلې ژمنو ته له وخت وړاندې د پاى ټکى ږدو . بلکې موږ دافغانانو سره تر هغه خپلو مرستو ته دوام ورکوو چې افغانان په خپله وکولى شي د خپل امنيت بشپړمسوليت په غاړه واخيستى شي . ''

افغان ځواکونو ته د مسوليت د ور سپارلو موضوع په داسې حال کې مطرح کيږي چې د رپوټونو پر بنسټ تر ټاکل شوې مودې ٣ مياشتې دمخه د افغان پوځيانو شمير ١٣٤ زرو ته رسېدلى.

د کابل په کنفرانس کې ويل شوي وو چې تر ٢٠١٤ کاله پورې دېي افغانستان د ټولو امنيتي برخو مسؤوليت افغان ځواکونو ته وسپارل شي.

ورته مطالب