د ایساف 3 پوځيان وژل شوي

ایساف
Image caption دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته ورسېد.

په افغانستان کې مېشتو ایساف ځواکونو د درو بهرنیو ځواکونو د وژل کېدا خبر ورکړی.

ایساف ځواکونو بي بي سي ته په دوه جلا وینا پاڼو کې ويلي، لومړی سرتېری نن (سه شنبه/ د اګست ۱۷مه) د افغانستان په لوېديځ کې د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی.

په وینا پاڼه کې د وژل شوي سرتېري هویت نه دی ښودل شوی.

همدارنګه، ایساف په يوه بله وینا پاڼه کې کاږي، چې نن د هېواد په ختيځ کې دوه بهرني عسکر د خښ کړای شوي ماين په چاودنه کې وژل شوي.

د دې وژل شوو سرتېرو هویت هم نه دی ښودل شوی.

په دې وروستیو کې افغاسنتان کې د بهرنیو ځواکونو مرګ ژوبله زیاته شوې ده.

دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د بهرنيو وژل شويو سرتېرو شمېر ۲۰۰۰ تنو ته ورسېد.

د افغان او بهرنيو ځواکونو چارواکي په افغانستان کې د بهرنيو او افغان ځواکونو د تلفاتو د زياتېدو مهم لاملونه د ناامنيو زياتوالى، د بهرنيو او افغان سرتېرو او وسله والو زياتېدل بللي وو.

رپوټونه وايي چې د ٢٠١٠ کال له پيل را هيسې په افغانستان کې ٤٣٠ تنه بهرني سرتېري او افسران په جگړو او ماين چاودنوکې وژل شوي دي.

ورته مطالب