کندهار کې 6 پولیس تر مسمومېدو وروسته وژل شوي

افغان پولیس
Image caption مخکې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته ويلي وو چې په تېرو څلورو مياشتو کې نژدې ۴۰۰ افغان پوليس وژل شوي دي.

د کندهار ښار په ۱۳مه حوزه کې شپږ افغان پولیس تر مسمومېدا وروسته په ډزو وژل شوي دي.

پېښه تېره شپه درې بجې د ډنډ ولسوالۍ اړوند 'د خلقي پله' په سيمه کې د محمد خان په نامه د پوليسو د يوه قوماندان په امنیتي پوسته کې رامنځ ته شوې ده .

د کندهار يوه ځايي چارواکي چې د نامه له خپرېدو يې ډډه وکړه، بي بي سي ته وویل تېره شپه درې بجې د کندهار ښار په ۱۳مه حوزه کې شپږ افغان پولیس د اشپږ لخوا مسموم کړای شوي او بیا طالبان ورغلي او هغوی یې په سرونو په ډزو وژلي دي.

سرچینه وايي چې له دوی څخه د حوزې قوماندان او یو بل پولیس ژوندي پاتې دي، چې چارواکو نیولي او پوښتنې ګروېږنې ترې روانې دي.

دی وايي چې وسله والو طالبانو له حوزې ته يوشمېر وسلې هم وړې دي.

خو طالبانو تر دې مهاله په دې اړه څه نه دي ويلي.

د کندهار ښار ۱۳مه حوزه مخکې د ډنډ ولسوالۍ اړونده وه .

Image caption د افغانستان ملي پوليس هم له پوځيانو سره جوخت په جگړو او نظامي عملياتو کې بوخت دي او ددوى تلفات هم ډېر شوي بلل کېږي.

که څه هم د ډنډ ولسوالۍ يوه چارواکي دا پېښه تایید کړې، خو د ولایت چارواکو بیا په دې اړه اوس له څه ویلو ډډه کړې ده.

د روانې اګست میاشتې په لومړیو کې د بلخ ښار ته څېرمه غلو د کابل بانک ۶ ساتونکي تر مسمومېدو ورسته وژلي ول.

مخکې د افغانستان د کورنيو چارو د وزارت وياند زمري بشري بي بي سي ته ويلي وو چې په تېرو څلورو مياشتو کې نژدې ۴۰۰ افغان پوليس وژل شوي دي:

''د کال له پيل راهيسې د پوليسو تلفات مخ پر زياتېدو دي ٣٦٣ د حمل د مياشتې را پدېخوا وژل شوي دي او ٩٧٩ تنه نور پوليس ټپيان شوي. لامل يې دا دى چې د کال په دغه فصل کې بريدونه ډيريږي.''

زابل کې ۳۰۳ مسافر وړونګی بس چپه شوی

بل خوا په زابل ولایت کې یو ۳۰۳ ډوله له سپرلۍ ډک ګاډی چپه شوی، چې له امله یې ۱۳ مسافر سخت ژوبل شوي دي.

Image caption وړاندې هم پر دې لویه لاره ورته پېښې شوې دي، چې تر ډېره پکې مسافر اغېزمن کېږي.

د زابل د والي ویاند محمد جان رسولي بي بي سي ته وویل دا پېښه نن سهار شاوخوا اته بجې د کندهار زابل پر لویه لاره شوې ده.

نوموړي د پېښې اصلي لامل د ګاډي سرعت ښودلی دی.

محمد جان رسولي وايي چې په ژوبلو شوو کې د څلورو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی.

وړاندې هم پر دې لویه لاره ورته پېښې شوې دي، چې تر ډېره پکې مسافر اغېزمن کېږي.

ورته مطالب