لوی څارنوال: تر اوسه مو ۲۶۲ افغان بندیان خوشي کړي

ښاغلی الکو
Image caption محمد اسحق الکو وويل ازاد شوو کسانو ته يې د لارې کرايه او خرچه هم ورکړې چې په خبره يې هغوو ورته پر خپلو کړو پيښماني ښوولې او کلکه ژمنه يې ورکړې چې بېرته به خپل عادي ژوند پيلوي او دا چې بيا به له طالبانو سره نه يوځاى کېږي.

د افغانستان لويه څارنوالۍ وايي د کابل د سولې د ملي مشورتي جرگې له پريکړې وروسته يې لسگونه طالبان له بنده ازاد کړي او خپلو کورونو ته يې استولي دي.

لوى څارنوال محمد اسحق الکو وايي د بگرام د زندان په گډون يې د هېواد په گڼو زندانانونو کې د شاوخوا زرو نورو طالب بنديانو د دوسيو څېړل هم پيل کړي چې هغوى هم ازاد کړي.

له بنده د يو شمېر طالبانو ازادولو د سولې د ملي مشورتي جرگې د پريکړو عمده برخه وه چې په خپله ولسمشر کرزي هم ومنله او په دې اړه يې د افغانستان د عدلي د وزير په مشرۍ يوه ځانگړى کمېسيون وټاکله چې لويه څارنوالي يې هم يوه برخه ده.

ښاغلى الگو گوت څنډنه کوي هغوو کسانو ته به سخته سزا ورکړي چې له ازاديدو وروسته بېرته د افغان حکومت د مخالفينو په ليکو کې ورگډيږي.

د افغانستان لويه څارنوالي وايي د يو شمېر طالب بنديانو د ازدولو موخه، له طالبانو سره د افغان حکومت د سولې ممکنه مذاکرې ته لاره هوارول دي.

په اصل کې دا د کابل د سولې د ملي مشورتي جرگې د پريکړو عمده برخه وه چې په خپله ولسمشر کرزي هم ومنله او د عملي کولو سينه يې ووهله.

افغان لويه څارنوالي وايي همدې ته په کتو يې په تېرو شاوخوا ٢ مياشتو کې څه باندې ٢ نيم سوه طالبان له بنده ازاد کړي او خپلو سيمو يې استولي دي.

د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الکو واىي د دا ډول لسگونو نورو طالب بنديانو د دوسيو پر ارزولو يې هم کار پيل کړى:

''تر اوسه له موږ سره د ۴۰۰ کسانو لېست دی، چې تر اوسه مو ۲۶۲ کسان خوشي کړي دي، د نورو پاتې بندیانو د دوسیو څېړنه روانه ده، او په ډېر جدیت سره کار ورباندې کوو. ''

Image caption دا مهال د لوى څارنوال په خبره د بگرام او چرخي پله پر زندانونو سربېره د نورو ولايتونو په زندانونو کې شاوخوا١٠٠٠ طالبان بنديان دي چې پر وخت سره به يې دوسيي او قضيي وڅېړل شي.

ښاغلي الکو چې له بي بي سي سره يې ځانگړې مرکه درلوده له دې بي خبري وښووله چې په ازادو شوو طالبانو کې کوم لوړ پوړى طالب قومندان هم شامل و که څنگه؟

دوى ډيرى هغه کسان ښوول کېږي چې د بند موده ي له ٢ نه تر٥کلونو پورې ټاکل شوې.

نوموړي د افغانستان لوى څارنوال محمد اسحق الکو گوت څنډنه وکړه، هغوو کسانو ته به سخته سزا ورکړي چې له ازادېدو ورسته د ده په ټکو بېرته ترهگريزو فعاليتونوته مخه وکړي، که څه هم ده ټينگار وکړ چې تر اوسه داسې کومه پېښه نه ده شوې.

دا مهال د لوى څارنوال په خبره د بگرام او چرخي پله پر زندانونو سربېره د نورو ولايتونو په زندانونو کې شاوخوا١٠٠٠ طالبان بنديان دي چې پر وخت سره به يې دوسيي او قضيي وڅېړل شي.

د اسد/زمري پر ۱۷مه هم د افغانستان د لويې څارنوالۍ له هلو ځلو وروسته د بګرام له زندان څخه ۲۰ افغان بندیان خوشي او خپلو کوورنو ته استول شوي ول.

ورته مطالب