افغانستان: د 'سیمه ييزو' پولیسو ځواک جوړېږي

.
Image caption دا مهال شاوخوا ۹۰ زره ملي پوليس په ټول افغانستان کې په دنده بوخت دي او د ډېرو په باور د افغانستان په ډيرو ناامنو سيمو کې د پوليسو د شمېر زياتېدو او سمبالېدو ته اړتيا وه.

د افغانستان د کورنيو چارو وزارت د لس زره سيمه ييزو پوليسو د جوړولو اعلان وکړ.

د کورنيو چارو وزارت وايي قومي او کليوالي مشران به د سيمه ييزو پوليسو ليکو ته نېک کسان ور معرفي کوي.

ناټو له دغه پلانه ملاتړ اعلان کړ او د افغانستان په امنيت کې يې گټور بللی دی.

له ملي پوليسو سره يې يوازينى توپير دا دى چې د سيمه ييزو قومي مخورو لخوا به حکومت ته مينه وال ورپېژندل کېږي او د کورنيو چارو وزارت يې د نورو پوليسو په څېر د روزنې او په وسلو او وسايطو د سمبالولو چاره په غاړه لري.

تنخوا يې هم د کورنيو چارو د وزارت لخوا ورکول کېږي.

د کورنيو چارو امنيتي مرستيال منير منگل وايي دغه د سېمه ييزو پوليسو په نوم د دغه امنيتي ځواک د جوړېدو عملي کېدل يپل شوي او په خپلو سيمو کې به امنيت خوندي کوي

ښاغلى منگل وايي دا نه ملېشه دي او نه هم اربکي، بلکې د ملي پوليسو په څير هر څه يې د کورنيو چارو د وزارت لخوا رهبري کيږي او د ولايتي او ولسواليو د امنيه قومندانانو له لارښوونې سره سم به خپلې چارې تر سره کوي:

''د کورنیو چارو وزرات د دې پلان د پلی کولو لپاره چمتووالی نیولی ، او موږ هڅه کوو چې دا پلان عملي بڼه ولري ، او په دې لړ کې موږ د ظرفیتونو پر جوړولو کار کوو ، او په دې فرمان کې چې کورنیو چارو وزارت ته کومه دنده ورکړل شوې ده، هغه به موږ سرته ورسوو. ''

ښاغلى منگل وايي دغه نوي سيمه ييز پوليس د اړتيا پر بنسټ د سيمه ييزو امنيتي چارواکو په غوښتنه رامنځ ته کيږي او د ملي پوليسو سره به يې يو نيفورم توپير ولري.

تنخوا به يې هم د ملي پوليسو تر نيمايي زياته وي.

په افغانستان کې د ايساف ځواکونو وياند جوزف بلاټز د افغان حکومت د سيمه ييزو پوليسو د جوړيدو له پلانه ملاتړ اعلان کړ.

Image caption د کورنيو چارو وزارت باور لري چې سيمه ييز پوليس کولى شي د نا امنو سيمو په کليو او بانډو کې د امنيت په خونديتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.

''د افغانستان د سېمه ييزو پولسيو جوړول د کورنيو چارو د وزارت پروژه ده . زما په باور ددغو پوليسو جوړېدو ته اړتيا وه او ايساف ترې ملاتړ کوي ځکه چې په ځينو سیمو کې موږ نورو پوليسو او امنيتي ځواکونو ته اړتيا لرله نو دا يو يو ښه خوځښت دى او ايساف يې ملاتړ کوي.''

دا مهال شاوخوا ۹۰ زره ملي پوليس په ټول افغانستان کې په دنده بوخت دي او د ډېرو په باور د افغانستان په ډيرو ناامنو سيمو کې د پوليسو د شمېر زياتېدو او سمبالېدو ته اړتيا وه.

د کورنيو چارو وزارت باور لري چې سيمه ييز پوليس کولى شي د نا امنو سيمو په کليو او بانډو کې د امنيت په خونديتوب کې اغېزمن رول ولوبوي.

خو ځينې کارپوهان په دې باور دي چې دغه ډول هڅې گټه نه لري او په کليوالو سيمو کې به د سېمه ييز خلکو ترمنځ پخوانى تربگنى او دښمنۍ لاپيسې پياوړې کړي او له بل پلوه به ددوى په باور د وسلو خپرېدل لا زيات شي چې په ځينو برخو کې لکه له خصوصي امنيتي کمپنيو په خپله چارواکو سر ټکولى.

ورته مطالب