د ولسي جرګي ځيني غړي د ټاکنو په اړه اندېښنه لري

ولسي جرګه
Image caption ټاکل شوې چې د وږي پر اوه ويشتمه د ولسي جرګې ټاکنې وشي خو د ټاکنو د کمېسيون له لوري د رای ورکولو د ځينو مرکزونو د تړل کېدو اعلان د ټاکنو په تړاو اندېښنې راټوکولې دي.

د ولسي جرگې يو شمير غړي وايي تر 900 د ډېرو مرکزونو تړل دا مانا لري چې ځينې خلک به د راى ورکونې له حقه بې برخې پاتې شي او وايي دا خبره له اساسي قانون سره ټکر لري .

د تړل کېدونکو نهه سوه مرکزونو ډېر به په سويلي نا ارامو ولايتونو کې وي .

په ولسي جرگه کې د غزني د خلکو استازي انجنيرمحمد خان چې په ولايت کې به يې تر ټولو ډېر مرکزونه تړلي پاتې کېږي وايي خلکو ته بايد د خپلې رايې د کارولو حق ورکړل شي:(( په دې هکله هر ګام د اساسي قانون مخالفت دی ځکه په اساسي قانون کې انتخابات، ازاد، پټ او عمومي دي .

هر څوک چې د مرکز په تړلو سره د خپلې رايې له استعماله محرومېږي دا د هغه د حق سوځېدل دي . ))

د ولسي جرگې يو بل غړى عبدالجبار شلګری هم وايي که ټول خلک د راى ورکونې اسانتيا ونه لري ټاکنې به نيمگړې وي.

ښاغلی شلګری له امنيتي ځواکونو غواړي چې د تړلو مرکزونو د پرانيستلو په برخه کې جدي ګامونه واخلي : (( زموږ د ټولو خلکو غوښتنه داده چې ټولو خلکو ته د ټاکنو او د خپلې رايې د استعمال زمينه برابره کړي ، او که دا برابره نه شي پخپله دا ټاکنې نيمګړې دي.

دا د حکومت دنده ده چې که دوی وايي چې ټاکنې کوي او رڼې او عمومي ټاکنې به وي نو دا طبعي خبره ده چې دا نه رڼې دي او نه هم عمومي دي ، ځکه په سلو کې که دېرشو کسانو ته د رای ورکولو زمينه برابره نه وي ، نو څنګه ادعا کېدای شي چې دا عمومي ټاکنې دي .

موږ پر دې ټينګار کوو چې زموږ امنيتي ادارې دې خلکو ته د ټاکنو او د خپلې رايې د استعمال زمينه برابره کړي . ))

د ولسي جرگې غړي دا څرگندونې د افغانستان د ټاکنو د کمېسيون د مشر فضل احمد معنوي تر هغو څرگندونو وروسته کوي چې ويې ويل امنيتي ځواکونو ونشو کړاى د ټولو مرکزونو امنيت خوندي کړي.

مخکې ټاکل شوې وه چې په ټول افغانستان کې تر شپږو زرو او شپږ سوو ډېر مرکزونه پرانيستل شي.

ښاغلي معنوي وويل چې امنيتي ځواکونو د ټاکنو د خونديتوب وروستى پلان ور سپارلى دى چې له مخه به يې تر نهو سو ډېر مرکزونه چې نژدې ٢٥٠٠ د راى اچونې ځايونه کېږي تړلي پاتې شي:((يواځې د افغانستان په نهو ولايتو کې موږ هېڅ داسې مرکز نه لرو چې تړلی به وي ، دا هغه نهه ولايتونه دي چې امنيت يې بيخي خوندي دی .

په پاتې پېنځه ويشتو ولايتونو کې له بده مرغه له څلورو مرکزونو نيولی تر 107 مرکزونو پورې به تړلي وي ، چې ډېر تړلي مرکزونه به غزني کې وي. ))

په دې اړه مو وغوښتل چې د امنيتي ارگانونو نظر هم واخلو خو له پرله پسې اړيکو نيولو او هڅو سره سره بيا هم بريالي نه شو.