افغانستان د خپلې خپلواکۍ 91 کليزه نمانځي

Image caption پاچا امان الله د 1919 کال د فبروري پر 24 د افغانستان د خپلواکۍ اعلان وکړ او په ډاګه يې کړه چې تر دې ورووسته هېڅ هېواد نه د افغانستان په کورنيو او نه بهرنيو چارو کې د لاسوهنې او اغېزې حق لري.

له نن څخه پوره يو نوي کاله مخکې افغانانو د پاچا امان الله خان په مشرۍ د وخت له ځواکمنې امپراتورۍ – بريتانيا څخه د خپل هېواد خپلواکي وګټله او افغانستان د نړۍ په نقشه کې د يوه خپلواک هېواد په توگه رامخې ته شو.

د افغان ولسمشر وياند وحيد عمر بي بي سي ته وويل سږ کال به هم د خپواکۍ جشن د افغان حکومت او خلکو له خوا ونمانځل شي.

نوموړي وويل ولسمشر حامد کرزى به هم په دې اړه يوې جوړې شوې غونډې ته وينا وکړي،خو ددې خبرې له کولو يې ډډه وکړه چې دا مراسم به څنگه،او په کوم ځاى کې تر سره کېږي.

د افغانستان د ملي شورا دواړو جرگو هم پر دې مناسبت د افغانستان خلکو او حکومت ته مبارکې ويلې ده.

په تېر کې به رسنيو هم د خپلواکۍ د ګټلو او نورو ملي ورځو په وياړ خورا ډېر پيغامونه او ليکنې خپرولې خو سږ کال د خپلواکۍ د جشن تر نمانځلو يوه ورځ وړاندې خپرو شويو رسنيو کې په دې اړه ډېر څه نه ليدل کېږي .

ډېر ورځپاڼو يواځې د يوه خبر په خپرولو بسنه کړې ده .

د جگړې تر کلونو مخکې به په دغه ورځ په کابل کې د خوښيو څو ورځنی داسې جشن جوړېده چې د افغانستان له نژدې ټولو ولايتونو څخه به ورته خلک راتلل .

د جشن مراسم به له راډيو افغانستان څخه خپرېدل چې په ټول هېواد کې به په ډېره مينه اورېدل کېدل.

خو شاوخوا دوه کاله مخکې چې کابل ته د مجاهدينو د ننوتلو پر نمانځغونډه ډزې وشوې د دغسې ورځو نمانځل پيکه شوي دي .

هغه مهال ولسمشر کرزی هم په غونډه کې وه چې دی روغ ووت خو د ولسي جرګې د يوه غړي په ګډون درې تنه پکې ووژل شول او شاوخوا لس تنه نور ټپيان شول.

تېر کال د زمري ٢٨ چې په افغانستان کې د خپلواکۍ د ورځې په توګه نمانځل کېږي په سېمبوليکه توگه ونمانځل شوه.