په کندهار کې پوځي عمليات کېږي

کندهار
Image caption کندهار د افغانستان په سوېل کې پروت نا ارام ولايت دی چې د حکومت وسلوال مخالفين پکې فعال او نژدې هره ورځ ورڅخه د جګړو او تاوتريخوالي راپورونه ورکول کېږي.

د کندهار امنيتي چارواکي وايي ډېر ژر به ددغه ولايت په ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو کې د مخالفينو د ځپلو په موخه پوځي عمليات پيل کړي .

ژېړۍ او پنجوايي دواړه د کندهار د سختو نا ارامو ولسواليو په ډله کې راځي .

په کندهار کې د ٢٠٥ اتل قل اردو قومندان جنرال شير محمد ځاځي خبريالانو ته وويل يادې شوې ولسوالۍ د کندهار ښار دروازې دي چې ټيکاو به يې د دغه ښار پر امنيت ښه اغېزه وکړي.

ښاغلي ځاځي وويل ددغو عملياتو مشري به د افغان امنيتي ځواکونو د مشرانو پر غاړه وي او بهرني ځواکونه به يې د مرستندويانو په توگه ملاتړ کوي.

نوموړي د ژېړۍ او پنجوايي ولسواليو خلکو ته ډاډ ورکړ چې د استوګنې سيمې به له هوايي بمباريو خوندي وي او د ولسي خلکو ژوند ته به ډېر پام کېږي

د کندهار نا ارامۍ

کندهار په دې وروستيو کې ډېر نا ارامه شوی او نژدې هره ورځ ورڅخه د بريدونو، جګړو او چاودنو خبرونه ورکول کېږي .

په کندهار کې وروستی بريد ځانمرګی و چې تېر ماښام تر روژه ماتي لږ مخکې شاوخوا شپږ بجې ددغه ولايت په دامان ولسوالۍ وشو.

بريد ددغې ولسوالۍ په ترنگ نومې سيمه کې هغه مهال وشو چې يوه سړي ځان د ولسوالۍ امنيه قومندان محمد رسول ته نژدې کړ او ورسره شته چاوديدونکي توکي يې وچول.

د کندهار د والي وياند زلمي ايوبي، بي بي سي ته وويل محمد رسول د بريد په پايله کې وژل شوې دى.

د کندهار يوې بلې امنيتي سرچينې چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي بي بي سي ته وويل په بريد کې د امنيه قومندان درې ساتونکي پوليس هم وژل شوي ،او شپږ تنه نور پوليس ټپيان دي.

خو د کندهار د ميرويس روغتون چارواکو وويل دوى ته د پېښې له ځايه پېنځه مړي او اته لس ټپيان ورلېږدول شوي دي.

د طالبانو يو وياند قاري يوسف احمدي وايي بريد دوى کړى چې په پايله کې يې اته لس پوليس وژل شوي دي.

خو ددې ادعا خپلواک پخلې نه دى شوى.