د امریکا وروستي جګړه ایز ځواکونه له عراقه ووتل

امریکایي پوځیان

د امریکا وروستي جګړه ایز ځواکونه په تیاره هوا کې کویټ ته وخوځېدل، امریکا به د ۲۰۱۰ کال د اګست میاشتې تر پایه په عراق کې خپل پوځی شتون پای ته ورسوي.

له څو میاشتو راهسې په زرګونو پوځیان، خپلې وسلې او وسایل لیږدوي او لوژیستکي عملیات ترسره کوي .

په تېر کال کې د ولسمشر اوباما د دندې له پیله تر دې مهاله نوي زره امریکايي پوځیان له عراقه وتلي دي.

یوه امریکايي پوځي کویټ د اوښتو پر مهال نارې وهلې ((موږ وګټله او جګړه پای ته رسېدلې)).

یو تن د هغه په غبرګون کې وویل ((دوی څنګه ویلای شي چې بریالي شوي دي، القاعده لا اوس هم دلته ده)).

د بي بي سي خبریال وايي زیاتره عراقیان ، په خپل هېواد کې د تاوتریخوالي پړه پر امریکاییانو وراچوي، چې له ۲۰۰۳ دریم کال پیل شوی دی او په ترڅ کې یې شاوخوا څلورنیم زره تنه امریکاییان او په لسګونو زره عراقیان ووژل شول.

د امریکا د دفاع وزارت تر اوسه په رسمي توګه د عراق د آزادۍ د عملیاتو پای نه دی اعلان کړی.

پنځوس زره نور امریکایي احتیاطي پوځیان به د ۲۰۱۱ کال تر پایه په عراق کې پاتې شي.

دا لا نده معلومه چې په عراق کې به د ماتېدونکې دیموکراسۍ بهیر دوام وکړي که نه.

په عراق کې د مارچ میاشتې تر ټاکنو څه باندې پنځه میاشتې تیریږي، خو لاهم هلته حکومت نه دی جوړ شوی.