فیفا: د انتخاباتي کمپاین ۱۶۵ سرغړونې مو ثبت کړې

فیفا
Image caption فیفا وایي همدا لامل دی چې د افغانستان په 14 ولایتونو کې کاندیدانو هغه شان چې لازمه ده،

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ (فیفا) وایي ولسي جرګې ته د ټاکنیزو منډو ترړو په لومړیو دریو اوونیو کې یې څه باندې 165 ټاکنیزې سرغړونې ثبت کړې دي.

فیفا د یوه رپوټ په خپرولو وایي د ټاکنیزو شکایتونو د اورېدو کمیسیون د دغو سرغړونو په مخنیوي کې پاتې راغلی، هغه څه چې د کمیسیون چارواکي یې په کلکه ردوي.

د دې ترڅنګ فیفا نا امني د ټاکنو په وړاندې مهمه ننګونه بللې او وایي چې په شاوخوا 14 ولایتونو کې کاندیدان په دې نه دي توانېدلی چې په سمه توګه ټاکنیز کمپاین وکړي.

دا په افغانستان کې د ولسي جرګې لپاره د ټاکنیزو منډو ترړو له پیل راهیسې، په دغه هیواد کې د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ، فیفا، لومړنۍ رپوټ دی چې د ټاکنو په وړاندې یو شمیر ننګونو ته په کې اشاره شوې او په ترڅ کې یې له ګڼو ټاکنزو سرغړونو نه پلو پورته شوی دی.

په رپوټ کې ویل شوي چې ولسي جرګې ته د ټاکنیزو منډو ترړو په لومړیو دریو اوونیو کې، فیفا په ټول افغانستان کې د ټاکنیزو سرغړونو 166 پیښې ثبت کړي دي.

د دې بنسټ مشر جانداد سپین غر وایي په دې کې له دولتي امکاناتو نه د یو ځانګړي نوماند په ګټه د کار اخیستلو 70 پیښې شاملې دي.

ښاغلۍ سپین غر وایي که څه یې هم د سرغړونو ډیرې دغه شان پیښې د ټاکنیزو شکایتونو له کمیسیون سره شریکه کړې، خو په خبره یې د مخنیوي لپاره یې د دغې کمیسیون اجرات ډیر کمزوري دي.

خو د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون غړی او ویاند احمد ضياء رفعت وايي:

((د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون د فیفا دا رپوټ په بشپړه توګه ردوي، او کمیسیون د اسنادو او شواهد پر بنسټ د هر شکایت په اړه تصمیم نیسي. خو هغه سرغړونې چې پرته له اسنادو او شواهدو یې ادعا کیږي موږ یې په اړه تصمیم نیولی نشو د دې ترڅنګ، مخکې له دې چې فیفا دا رپوټ په رسنیو کې خپور کړي ښه به دا وی چې د اسنادو او شواهدو پر بنسټ یې دا تیروتنې د ټاکنیزو شکایتونو د اوریدو کمیسیون ته مشخصې کړې وی، چې په کومو مواردو کې اجرات نه دي شوي.))

رپوټ امنیتي ستونزې د ټاکنو په وړاندې له مهمو ننګونو بولي او وایي چې په دې موده کې د حکومت د وسله والو مخالفینو اوسیمه ییزو زورواکو لخوا ګڼ شمیر کاندیدان ګواښل شوي او دې تړاو په ځینې سیمو کې شپې پاڼې هم خپرې شوې، چې په وینا یې په دې لړ کې د ښځینه کاندیدانو د ګواښلو پېښې هم د پام وړ دي.

Image caption د فیفا دا رپوټ داسې مهال خپرېږي چې تیره اوونۍ د ټاکنو کمیسیون په ډاګه کړه چې د افغانستان په پېنځه وېشتو ولايتو کې به د امنيتي ستونزو له امله د رای ورکولو څه باندې نهه سوه مرکزونه تړلي وي.

فیفا وایي همدا لامل دی چې د افغانستان په 14 ولایتونو کې کاندیدانو هغه شان چې لازمه ده، کمپاین نه دی کړی او ټاکنیز کمپاین یې یواځې تر شخصي لیدنو کتنو محدود پاتې دی.

فیفا د افغانستان په امنیتي ادارو غږ کوي چې هڅه وکړي تر ټاکنو په پاتې شاوخوا څلورو اوونیو کې د امنیت خوندي کولو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

همدا شان په رپوټ کې د ټاکنو له کمیسیون نه هم غوښتل شوي چې د ټاکنیزو سرغړونو په مخنیوي کې خپلې هلې ځلې ګړندي کړي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ فیفا وایي که اړونده ادارې د ولسي جرګې را روانو ټاکنو ته چې ټاکل شوې د وږې په اوویشتمه نیټه ترسره شي زمینه برابره نه کړي او تر څنګ یې د ټاکنو امنیت خوندي نشي نو ښایي چې د ټاکنو رڼوالی او منصفانه توب له پوښتنې سره مخامخ شي.

د فیفا دا رپوټ داسې مهال خپرېږي چې تیره اوونۍ د ټاکنو کمیسیون په ډاګه کړه چې د افغانستان په پېنځه وېشتو ولايتو کې به د امنيتي ستونزو له امله د رای ورکولو څه باندې نهه سوه مرکزونه تړلي وي.

ورته مطالب