ایساف: د خصوصي امنيتي شرکتونو د لغوه کولو ملاتړ کوو

جوزف بلاټس
Image caption پر همدې مهال د ناټو وياند ښاغلي بلاټس وويل د خصوصي امنيتي شرکتونو لغوه کول يوه منظم پلان ته اړتيا لري او دا مهال دوی نه شي ويلای چې په څلورو مياشتو کې به له خپلو اميتي قرارديانو سره حسابونه يوې خوا ته کړي او که څنګه ؟

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو د خصوصي امنيتي شرکتونو د لغوه کولو په تړاو د ولسمشر کرزي د فرمان ملاتړ وکړ.

ناټو وايي ددغه فرمان د عملي کېدلو لپاره له افغان حکومت سره ګډ کار کوي.

ولسمشر کرزي څو ورځې مخکې يو فرمان صادر کړ چې په څلور مياشتو کې به ټولو خصوصي شرکتونه لغوه کېږي.

په افغانستان کې مېشت ناټو ځواکونه هم د خپلو اډو، اکمالاتي کارونو او دفترونو د خوندي ساتلو لپاره خصوصي امنيتي شرکتونه په دندو ګمارلي چې د ښاغلي کرزي له فرمان سره کېدای شي له منځه ولاړ شي. په افغانستان کې د ناټو او سوله ساتو ځواکونو وياند جوزف بلاټس يوې خبري ناستې وويل دوی د ولسمشر کرزي د فرمان ملاتړکوي:

''ايساف د ولسمشر کرزي د هغه فرمان ملاتړ ته دوام ورکوي چې پر بنسټ يې په لنډ وخت کې د خصوصي امنيتي شرکتونو مسوليت او دندې افغان امنيتي ځواکونو ته ورسپارل کېږي.''

په افغانستان کې مېشتو نړيوالو ځواکونو د خپلو دفترونو، اکمالاتي کاروانونو او اډو د ساتنې لپاره لسګونه زره خصوصي امنيتي ساتونکي په دندو ګمارلي دي.

که د ولسمشر کرزي فرمان عملي شي نو ناټو ځواکونه کېدای شي د امنيت ساتنې په برخه کې له يو لړ بالقوه ستونزو سره مخامخ شي.

پر همدې مهال د ناټو وياند ښاغلي بلاټس وويل د خصوصي امنيتي شرکتونو لغوه کول يوه منظم پلان ته اړتيا لري او دا مهال دوی نه شي ويلای چې په څلورو مياشتو کې به له خپلو اميتي قرارديانو سره حسابونه يوې خوا ته کړي او که څنګه ؟

Image caption ولسمشر کرزي د تېرې سې شنبې پر ورځ يو فرمان صادر کړ چې له مخې به يې په څلورو مياشتو کې په افغانستان کې ټول خصوصي امنيتي شرکتونه لغوه کېږي.

نړيوال ځواکونه وايي دا مهال د فرمان پر تحليل او تجزيه بوخت او پرېکړه به وروسته وکړي.

ولسمشر کرزي د تېرې سې شنبې پر ورځ يو فرمان صادر کړ چې له مخې به يې په څلورو مياشتو کې په افغانستان کې ټول خصوصي امنيتي شرکتونه لغوه کېږي.

خو په فرمان کې يوه استثنا هم شته چې ټول سفارتونه، کونسلګريانې، نړيوالې ادارې، نادولتي ټولنې او اقتصادي موسې کولای شي د خپل امنيت ساتنې لپاره په دفترونو کې د ننه خپل کسان پر دندو وګماري.

ورته مطالب