د کابل له ښاره سيمټي دېوالونه لیرې کېږي

.
Image caption د خنډونو د ليرې کولو چاره څو کاله وړاندې هم څو ځله د ولسمشر حامد کرزي له لارښوونې سره سم پيل شو، خو لکه چې ښکاري د کمېدو پرځاى زيات شول. لامل يې د چاودنواو بريدونه وېره ده.

د کابل په سړکونو او واټونو کې د امنيت خوندي کولوپه موخه د اېښودل شويو لويو او وړو سيمټي ديوالونو ليرې کول لومړى د امنيتي ځواکونو له ادار و پيل شو.

د امنيت خوندي کولو په موخه دغو خنډونو په ښار کې د تگ را تگ پر وړاندې گڼې ترافيکي ستونزې پېښې کړي.

پلان داسې دى چې له ټولو هغو سيمو خنډونه ليرې شي چې اړتيا يې نه وي.

د کورنيو چارو د وزارت په ملاتړ د کابل ښاروال يونس نوانديش ته ددغه سخت کار مشري ورله غاړې ده.

هغه له ټولو ادارو غوښتنه وکړه چې په پلازمېنې کې د خلکو او موټرونو د تگ را تگ د ستونزې د هواري لپاره ور سره مرسته وکړي اود امنيت ساتلو په موخه په سړکونو ايښي خنډونه په خپله ليرې کړي:

((په هغو برخو کې چې د امنيت د خوندي کېدو معقول او دقيق دلايل نه وي په پلان کې لرو چې ټول يې ليرې کړو. دارنگه به موسسو ، ادارو ته به مشوره ورکړو چې دغه سيمنټي ديوالونه د خپلو انگړونو د ننه مناسب ځاى کې کيږدي چې هم يې امنيت خوندي کړي او هم خلکو ته خنډ نشي .))

ډير کابل ښاريان وايي چې پلازمېنې د يوې جنگې کلا بڼه غوره کړي او ددغه ښار په ډېرو سړکونيو کې د پوليسو، يا هم د ځينې دولتي او غير دولتي ادارو لخوا سېمټي ديوالونو ايښودل شوي چې له هره کبله يې خلکو ته ستونزې پيدا کړي.

عام خلک د امنيت خوندي کولو په موخه ددغوکانکريټي خنډونو له ليرې کولو خوښي ښيي.

Image caption په کابل کې سيمټي موانعو خلکو او ګاډو ته لویه ستونزه رامنځ ته کړې وه.

د خنډونو د ليرې کولو چاره څو کاله وړاندې هم څو ځله د ولسمشر حامد کرزي له لارښوونې سره سم پيل شو، خو لکه چې ښکاري د کمېدو پرځاى زيات شول. لامل يې د چاودنواو بريدونه وېره ده.

خو د کابل امنيه قومندان عبدالرحمن رحمن وايي چې دا ځل به له هغو سره قانوني چلند وکړي چې دغه پرېکړه ونه مني:

((د هغه گډ کميسيون له پلان سره سم چې مشري يې له کابل ښاروالۍ سره ده هره سيمه چې د خنډونو د ليرې کولو لپاره پلان کړي د کورنيو چارو وزارت او د کابل د ١٠١ نمبر اسمايي زون به يې په ټول توان سره ملاتړ وکړي . اول خو هيله کوم چې ټولې ادارې د دغې پرېکړې هرکلى وکړي او په خپله دغه خنډونه ليرې کړي که يې داسې ونه کړل ، د ولسمشر له لارښوونې او د سړک له قانون سره سم به موږورسره قانوني چلند و کړو.))

د کابل امنيه قومندان وايي هغه ادارې چې دغه خنډونه د خپل امنيت ټينگېدو لپاره مهم گڼي کولى شي د خپلو انگړونو دننه اويا هم د يوالونو خواته يې ځاى پرځاى کړي.

خو د کابل ښار له کوڅو او سړکونو يو ځل بيا د کانکريټي خنډونو ليرې کول داسې مهال پيليږي چې د هرې ورځې په تېرېدو سره دغه ښار د وگړو د شمېر له اړخه له نوې ستونزې سره مخا مخ کيږي .

لامل يې دا دى چې د پلازمېنې سړکونه تنگ دي ، نفوسو تر وړتيا زيات شوي، او د ګاډو شمېر پکې تر اټکل څو برابره زيات شوي چې د امنيت په موخه اېښودل شويو خنډونو او تلاشيو له کبله په ځينومرکزي سيمو کې د نيم ساعت پياده مزل په موټر يو ساعت وخت اخلي.

ورته مطالب