د ولسي جرګې ۱۰ نوماندان له لېسته وایستل شول

.
Image caption دغه کمېسيون وايي چې تر اوسه پورې يې 62 نوماندان د ولسي جرګې د کانديدانو له نوملړ څخه ايستلي دي.

د افغانستان د ټاکنو د شکایتونو کمیسیون د ولسي جرګې لس نور نوماندان له دې امله د کاندیداانو له ليسته ويستل چې وايي له خپلو دولتي دندو يې استعفاوې نه وې کړې.

دا کمېسيون وايي دې ته ورته ځينې نور شکايتونه يې هم تر لاسه کړي چې په راتلونکو څو ورځو کې به يې په اړه پرېکړه وکړي .

د ټاکنيزو شکايتونو د اورېدو کمېسيون وايي دغه لس نوماندان يې له دې امله له ليسته ايستلي چې د نومليکنې پر مهال يې له خپلو دولتي دندو استعفا نه وه کړې.

له ليسته ايستل شوي کسان څلور تنه د کابل ، دوه دهېلمند، دوه د بغلان ، يو د پروان او يو د تخار ولايت څخه ولسي جرګې ولاړ ول.

د ټاکنيزو شکايتونو د کمېسيون احمد ضياء رفعت وايي د يو شمېر نورو نوماندانو په اړه ور رسېدلي شکايتونه ارزوي.

پر دغو کسانو هم تور دی چې پر خپل وخت يې له دولتي دندې استعفا نه ده کړې.

نوموړی وايي په راتلونکو څو ورځو کې به يو شمېر نور نوماندان هم د ولسي جرګې له ليسته ويستل شي.

ښاغلی رفعت د شکايتونو د اورېدو په اړه وايي :

''له حقوقي او قانوني اړخه موږ اجازه نه لرو چې یوازې د شکایت پر بنسټ پرېکړه وکړو، خو کله چې موږ کوم شکایت ترلاسه کوو، موږ څو سرچینې لرو چې دغه شکایت مستند کړو، کېدای شي موږ له امنیتي ادارو څخه مالومات وغواړو، له استخباراتي بنسټونو څخه مالومات وغواړو، او یا له ځينو ملکي ادارو څخه مالومات واخلو، خو پخپله شکایت کوونکی هم باید تر هغه ځایه چې شونې وي، کمیسیون ته سند او شواهد ورکړي.''

دغه کمېسيون وايي چې تر اوسه پورې يې 62 نوماندان د ولسي جرګې د کانديدانو له نوملړ څخه ايستلي دي.

په يو شمېر ايستل شويو کسانو دا تور هم و چې له ناقانونه وسلوالو ډلو سره اړيکي لري ، يا يې پر وخت خپلې دولتي دندې نه دي پرې ايښې او يا يې ځينې نورې ټاکنيزې سرغړونې کړې دي.

ورته مطالب