پيټرېیاس: طالبان مو 'په شا تمبولي دي'

جنرال پيټرېیاس
Image caption جنرال پيټرېیاس وايي په نوې تګلاره کې د طالبانو د پټنځایونو د له منځه وړلو پلان لري.

په افغانستان کې د ناټو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس ويلي نړیوالو ځواکونو په حينو کلیدي ولایتونو کې طالبان په شا کړي ډي.

نوموړي ويلي چې سږ کال به تر مخکنیو هغو ډېر خونړی وي.

جنرال پېټرېیاس دا څرګندونې په کابل کې له بي بي سي سره په يوه مرکه کې کړې دي.

نوموړي ويلي: "باور لرم چې په ګڼو سیمو کې مو پر طالبانو بری ترلاسه کړی دی."

دغه امريکايي جنرال ټينګار کړی، چې له افغانستان څخه به د راتلونکي کال په جولای میاشت کې د امریکايي ځواکونو وتل پيلېږي.

ځينې پوځي کارپوهان په دې اند دي چې په افغانستان کې به جګړه لا پسې تنده شي.

له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا په تېرو نهو کلونو کې د تېر جولای میاشت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت وه.

جنرال پيټرېیاس وايي په نوې تګلاره کې د طالبانو د پټنځایونو د له منځه وړلو پلان لري.

نوموړي ويلي چې له افغانستان څخه به د راتلونکې ۲۰۱۱ کال په جولای میاشت کې د بهرنیو ځواکونو د وتلو او افغان ځواکونو ته د امنيتي چارو د سپارلو په اړه ولسمشر بارک اوباما ته مسلکي سلا مشورې ورکړي.

ورته مطالب