په افغانستان کې 4 امريکايي عسکر وژل شوي

امریکايي پوځيان په افغانستان کې
Image caption له دغو امریکايي سرتېرو سره په روان کال کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۴۵۱ ته رسېدلی دی.

په افغانستان کې څلور امریکايي پوځيان وژل شوي.

ناټو وايي دا پوځيان د هېواد په ختيځ او سوېل کې په بېلابېلو پېښو کې وژل شوي.

بي بي سي ته د ایساف لخوا په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي چې دوه امریکايي پوځيان د تېرې یکشنبې پر ورځ د هېواد په ختيځ کې د طالبانو د برید په پایله کې ووژل شول.

همدا راز ایساف وايي چې درېیم امريکايی پوځي د هېواد په سوېل کې په جګړه کې وژل شوی.

او څلورم پوځي هم د هېواد په سوېل کې د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.

د روان کال تېره جولای میاشت د بهرنیو ځواکونو لپاره تر ټولو ډېره خونړۍ میاشت وه.

له دغو امریکايي سرتېرو سره په روان کال کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۴۵۱ ته رسېدلی دی.

د تېر ۲۰۰۹ کال تر دې مودې پورې افغانستان کې ۵۲۰ بهرني عسکر وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي چې روان کال به د تېرو هغو پرتله ډېر خونړی وي.

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت ويلي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې د څلور سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

سرچینه وايي دغه سرتېري د طالبانو په يوه برید کې وژل شوي.

د وزارت په وینا، په شمال لوېديځ فاریاب ولایت کې بیا د تېرې یکشنبې پر ورځ د پخوانیو مجاهدینو يو تن قوماندان د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی.

ورته مطالب