په افغانستان کې 5 بهرني پوځيان وژل شوي

Image caption دا په روانه میاشت کې د بهرنیو ځواکونو ۴۷ سرتېری دی چې وژل شکېږي.

د افغانستان د ناامنیو د تازه پېښو په لړ کې پنځه بهرني سرتېري وژل شوي.

ایساف بي بي سي ته د ويناپاڼو په رالېږلو سره ويلي چې دا سرتېري د هېواد په بېلابېو برخو کې وژل شوي.

که څه هم بهرنیو ځواکونو د خپلو وژل شوو سرتېرو دقیق ځای او هویت نه دی ښودلی، خو وايي چې دا سرتېري د سړک غاړې د ماین په چاودنو او نښتو کې وژل شوي.

په کابل کې د بهرنیو ځواکونو مطبوعاتي دفتر وايي په وژل شوو کې دوه امريکايي سرتېري، دوه فرانسوي او يو د هنګري دی.

سرچينه وايي یو سرتېري د دوشنبې پر ګهيځ د هېواد په سوېل کې وژل شوی.

د بهرنیو ځواکونو په وینا، د بغلان ولایت په پلخمري کې دوه امریکايي، دوه فرانسوي او د هنګري ښځينه عسکره د ماین چاودنې ووژل.

هنګري منلې چې په افغانستان کې يې يو سرتېری وژل شوی او درې نور سخت ټپيان شوي.

د فرانسې د کورنیو چارو وزارت هم ويلي چې په افغانستان کې یې دوه عسکر وژل شوي، چې يو يې افسر دی، او درې نور ټپيان شوي.

تېره ورځ هم بهرنیو ځواکونو د څلورو امریکايي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی و.

دا په روانه میاشت کې د بهرنیو ځواکونو ۴۷ سرتېری دی چې وژل شکېږي.

له دغو بهرنیو سرتېرو سره په روان کال کې د وژل شوو بهرنیو سرتېرو شمېر ۴۵۶ ته رسېدلی دی.

د تېر ۲۰۰۹ کال تر دې مودې پورې افغانستان کې ۵۲۰ بهرني عسکر وژل شوي ول.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال ډېوېډ پيټرېیاس له بي بي سي سره په مرکه کې ويلي چې روان کال به د تېرو هغو پرتله ډېر خونړی وي.

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت ويلي د افغانستان په بېلابېلو برخو کې پنځه افغان سرتېري وژل شوي دي.

همدا راز د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان په شمالي بغلان ولایت کې د څلور سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړی.

سرچینه وايي دغه سرتېري د طالبانو په يوه برید کې وژل شوي.

د وزارت په وینا، په شمال لوېديځ فاریاب ولایت کې بیا د تېرې یکشنبې پر ورځ د پخوانیو مجاهدینو يو تن قوماندان د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوی.

ورته مطالب