په هرات کې د ترکمنو کولتوري ټولنه جوړه شوه

دغه ترکمنان چې اوس د افغانستان اتباع ګڼل کيږي په ١٣١١ کال کي له ترکمنستان نه افغانستان ته را کوچېدلي دي.

په هرات کې د افغانستان د ترکمنانو د کلتوري ټولنې سيمه ييزه څانګه د يو لړ مراسمو په ترڅ کې چې يوشمير ترکمن اديبانو او دولتي چارواکو ګډون پکې کړی و، پرانيستل شوه.

د ترکمنانو د کلتوري ارزښتونو ساتنه د دې اقدام اصلي موخه بلل شوې.

په هرات کې د ترکمنانو د ټولنې د سيمه ييزه څانګي مشر محمد امين فرهنګ وايي اوس ترکمنان غواړي چې په کلتوري او سياسي ډګرونو کې تر پخوا زيات کار وکړي.

نوموړي وايي په تېرو کلونو کي ترکمنانو او د دوی کلتوري ارزښتونو ته چندان پام نه دی شوی.

په افغانستان کي د ترکمنانو کلتوري خونه يا مرکز د لومړي ځل لپاره په ١٣٥٠ لمريز کال کي د کابل په ښار کي جوړه شوه خو له دوو مياشتو فعاليت وروسته يي کار په ټپه ودرېده.

په همدې ١٣٥٠ کال کي د لومړي ځل لپاره د ٤٥ دقيقو يو راډيويي پروګرام هم په ازبکي او ترکمني ژبو د افغانستان راديو لخوا خپور شو.

په ١٣٥٧ کال کي يوه مجله په دوو ژبو ازبکي او ترکمني د لومړي ځل لپاره له چاپه راووته.

په ١٣٦٠ کال کي د يوشمير ترکمن شاعرانو شعري ټولګې او ديوانونه هم چاپ شول.

او په افغانستان کي د لنډ مهاله ادارې له جوړېدو وروسته لومړی په بلخ کې د يوه خصوصي ټلويزيون لخوا او بيا د افغانستان د ملي ټلويزيون له لارې په ترکمني ژبه ټلويزيوني پروګرامونه هم پيل شول.

د هرات ترکمن

په هرات کې د افغانستان د ترکمنانو د کلتوري ټولنې د سيمه ييزې څانګې چارواکي وايي په دې ولايت کې اوس شاوخوا درې زره تنه ترکمنان چي په ترکمني ژبه غږيږي او خپل پخواني دودونه يې نه دي هير کړي، اوسيږي.

د هغو مالوماتو له مخې چې د ترکمنانو کلتوري ټولني خپاره کړي دغه ترکمنان چې اوس د افغانستان اتباع ګڼل کيږي په ١٣١١ کال کي له ترکمنستان نه افغانستان ته را کوچېدلي دي.

د ترکمنانو يوه بله برخه چې مرويان بلل کيږي هم د هرات په لوېديځ کې له پخوا نه ځای پر ځای شوي چې شمير يي شاوخوا شپږ زره کسانو ته رسيږي.

په هرات کې د قره چوپان په نامه د ترکمنانو يوه بله کړۍ هم شته، د دوی نفوس شاوخوا زر کسانو ته رسيږي او ويل کيږي چې د دویمې نړيوالې جګړې پرمهال افغانستان ته راکوچېدلي.

BBC © 2014 .بي بي سي د پرديو ويبپاڼو د مطالبو مسووليت نه اخلي

.دا پاڼه که د سټايل شيټ براوزر لرونکې ويبپاڼې له خوا ( سي ايس ايس ) وليدل شي ښه به ښکاره شي. که څه هم په اوسني بروزر کې هم دا پاڼه تاسو ليدلى شئ خو تاسو به پوره تصوير پکې نه وينئ . لطفآ د خپل براوزر پر نوي کولو فکر وکړئ او يا که يې کولى شئ د سټايل شي برخه له کاره وغورځوئ .