جنرال کان وې: د ځواکونو د رایستلو نېټې طالبان زړور کړي

جنرال کان وې
Image caption جنرال کان وې د امریکا د سمندري ځواکونو مشر دی، چې سږ منی یې د دندې موده پای ته رسېږي.

د امريکا يو جنرال وايي په راتلونکې جولاى کې له افغانستان نه د عسکرو د ايستلو په اړه د ولسمشر اوباما پلان د حکومت وسله وال مخالفين زړور کړي دي.

خو د امريکا د سمندري قول اردو قوماندان جنرال جيمز کان وې وويل چې ددغې نېټې له تېرېدو وروسته به د مخالفينو روحيه پر دې ولوېږي - چې دده په وينا – وبه گوري چې - امريکايي ځواکونه يې لا هم پر سر سر وهي.

جنرال کان وېوويل ښايي چې امريکايي عسکر د څو نورو کلو لپاره هم د افغانستان په جنوب کې پاتې شي.

د بي بي سي يو خبريال وايي ښايي پر سپينه ماڼۍ ښه ونه لگېږي چې جنرال کان وېپه علني ويناوو کې تر ولسمشر دومره وړاندې تللى دى.

کان وې وویل زه باور لرم چې د افغانستان په سوېل کې به امريکايي پوځيان کلونه – کلونه وجنګېږي:

''زموږ غلیم هم ستړی دی، په دې جنګ کې هغوی له موږ زیات د زړه وینې خوري، او هغوی اوس له خپله ځانه پوښتي چې ایا دا جګړه په دې ارزي؟''

دغه جګپوړي امريکايي جنرال افغان امنیتي ځواکونه به د افغانستان په سوېل کې تر دوه درو کلونو پورې د امنیتي چارو ترلاسه کولو ته چمتو نه شي.

ده د مرستیال ولسمشر جو بایډن د تېرې ورځې خبره هم وکړه، چې افغانستان ته د نویو لېږل شوو سرتېرو ډېر لږ وخت وتلی دی:

''زه باور لرم چې د افغانستان په ځينو سیمو کې به امریکايي ځواکونه افغان ځواکونو ته د ځينېو قطعاتو مشري وسپاري، خو دا به د سمندري ځواکونو د جنګېدو کندهار او هلمند نه وي، چې د جنګیالیو د مقاومت زړه بلل کېږي.''

Image caption جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په دې وروستیو کې په وار- وار ویلي چې په راتلونکي ۲۰۱۱ کال کې به ډېر پوځونه له افغانستانه نه راوباسي.

کان وې وویل دا خبره نه پټوم چې افغان امنیتي ځواکونو ته د واک سپارل به دوه درې کاله وخت واخلي.

ده وویل سربېره پر دې چې دې روانې جګړې د امریکایانو په زړونو کې اندېښنې راټوکولې، خو په وینا یې دا هم باید هېره نه کړو چې ۳۰ زره نوي عسکر په روانه میاشت کې جنګ ته استول شوي دي.

د ځينو په ګمان د کان وې ساده ارزونه به د ولسمشر اوباما پر جګړه ییزې تګلارې د جمهوري غوښتونکو د مخالف ګوند نیوکې لاپسې راوپاروي، چې ډېری امریکایانو یې لا د مخه له ملاتړه لاس اخیستی.

جګپوړو ملکي او پوځي چارواکو په دې وروستیو کې په وار- وار ویلي چې په راتلونکي ۲۰۱۱ کال کې به ډېر پوځونه له افغانستانه نه راوباسي.

جنرال کان وې د امریکا د سمندري ځواکونو مشر دی، چې سږ منی یې د دندې موده پای ته رسېږي.

وړاندې په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جنرال سټېنلي مکرېسټل پر جګپوړو ملکي او پوځي امریکايي چارواکو تر نیوکو وروسته له دندې ګوښه کړای شو.

د ویلو ده چې د امریکا سمندري ځواکونه د روانو جګړو په لومړیو کرښو کې جنګېږي.

ورته مطالب