په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د روسيې سفير: د افغانستان ستونزه سيمه ييز حل غواړي

Image caption ښاغلی اوېتيسيان وايي روسيه د افغانستان په شمال کې د ناامنۍ له اړخه ډېره اندېښمنه ده،خوهيله من يوچې ايتلافي ځواکونه له افغان ځواکونو سره په گډه د افغانستان شمالي سيمې باثباته کړي.

په افغانستان کې د روسيې سفير اندرې اوېتيسيان Andrey Avetisyan وايي روسيه غواړي په افغانستان کې يو مهم او پياوړى رول ولري .

ښاغلى اوېتيسيان زياتوي دافغانستان ستونزه سيمه ييز هواري ته اړتيا لري او روسيه چمتو ده چې په دې کې مهم رول ولوبوي.

نوموړی په افغانستان او په ځانگړي ډول په شمالي سېمو کې د ناامنيو پر ډېرېدو ژوره اندېښنه ښيي ، خو زياتوي چې روسيه به هېڅکله بېرته په پوځي بڼه افغانستان ته رانه شي .

په کابل کې د بي بي سي د دفتر مشر داود اعظمي د روسيې له سفير اندري اوېتيسيان Andrey Avetisyan سره د يوې ځانگړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې روسيه په افغانستان کې څه غواړي ؟

ځواب : روسيه په افغانستان کې يو مخکښ رول لري، او په راتلونکي کې به تر دې هم ښه شي.

لږ تر لږه زموږ هيله دا ده او په افغانستان کې د روسيي د تگلارې اصلي هدف هم همدا دى.

روسيه غواړي چې ژر تر ژره افغانستان يو با ثباته او له اقتصادي پلوه په ځان د بسيا هېواد په توگه وويني.

پوښتنه: تاسې وويل روسيه غواړي په سيمه کې يو مخکښ رول ولوبوي، روسيه څه ډول رول لوبولى شي؟

ځواب : که موږ افغانستان راخلو، روسيې له تاريخي پلوه په دغه هېواد کې لوى رول لوبولى دى. زه غواړم له اقتصادي اړيکو يې پيل کړم، په بېلابېلو وختونو کې زموږ د هېواد په مرسته په افغانستان کې مهمې اقتصادي او د بنسټيزو جوړښتونو شاوخوا ١٥٠ پروژې عملي شوې دي.

موږ چمتو يو چې د افغانانو د مرستې لپاره بېرته راشو چې دغه پروژې بېرته د استفادې وړ وگرځي، د بېلگې په ډول داسې غټې پروژې شته لکه د سالنگ د تونلونو پروژه،د مزار شريف د سرې د فابريکې پروژه او د ننگرهار د اوبو رسونې پروژه .

بناء موږ چمتو يو چې له افغان حکومت سره يوځاى، د مرسته کوونکو هېوادونو او نړيوالې ټولنې په گډون دغه ټولې پروژې بېرته ورغوو.

دا هغه څه دي چې په اقتصادي برخه کې يې د ترسره کولو په اړه اوس فکر کوو.

پوښتنه: نو هغه څه دي چې د روسيي مخه نيسي چې بېرته افغانستان ته راشي او پردغو بروژو کار پيل کړي؟

ځواب : موږ لا له وړاندې په دغې برخه کې کار کوو،هېڅ شى زموږ مخه نه نيسي، يوڅه کار لا له وړاندې شوى دى.

ښايي د امنيتي ستونزو له امله دغه بهېر زموږ له هيلو سره سم چټک روان نه وي،د نورو بهرنيو شرکتونو په څېر روسي شرکتونه هم زړه نا ړزه دي چې ناامنو سيموته ولاړ شي.

خو هيله من يم چې په افغانستان کې د امنيتي وضيعت په ښه کېدو سره د روسي شرکتونو اقتصادي فعاليت نور هم ډېر شي، د بېلگې په ډول دوه مياشتې وړاندې د رووسيې يو لوړ پوړى تجارتي پلاوى افغانستان ته راغى او له افغان سوداگرو سره يې ښه اړيکي ټينگ کړي. دوى دلته د راتلونکو پروژو لپاره ډېر گډ پلانونه لري او زه له دې اړخه هيله من يم.

پوښتنه : موږ وينو چې د افغانستان په ځېنوحالاتو کې امنيتي حالت د ښه کېدو خواته نه دى روان،ايا تاسي هيله لرئ چې امنيتي حالت به ښه شي؟

ځواب : بي له شکه هيله من يم،ځکه چې روسيه د ملگرو ملتونو د سازمان د امنيت د شورا د دايمي غړي په توگه په افغانستا ن کې د نړيوالو امنيتي ځواکونو د ماموريت ملاتړ کړى چې له افغان حکومت سره مرسته وشي چې ثبات راولي او هېواد نورخوندي کړي. نو ځکه موږ ددغه بهېر ملاتړ کوو.

موږ په تدريجې ډول افغان امنيتي ځواکونو ته د مسووليت د لېږدولو، د هغوى د پياوړي کولو او په خپلواکه توگه د فعاليت کولو ملاتړ کوو،موږ چمتو يو چې له افغان پوليسو او پوځ سره مرسته وکړو چې په افغانستان کې په اصلي ځواک بدل شي.

که نړيوال ځواکونه همدا اوس افغانستان پرېږدي له بده مرغه ښايي دغلته يوه بل ناورين رامنځ ته شي،اوس ډېر وختي دى ځکه افغان امنيتي ځواکونه لا چمتو نه دي چې د هېواد د امنيتي چارو مسووليت پر غاړه واخلي،ځکه هغوى ورځ تر بلې ښه کېږي خو لا چمتو نه دي.

که څه هم د هغوى شمېر زيات دى خو پوځ او پوليس لاسم چمتوالى نه لري، زما په فکر دا د نړيوالو ځواکونو مهمه دنده ده چې افغان ځواکونه وروزي او هغوى ته وسلې او تجهيزات ورکړي.

پوښتنه: تاسې څنگه کولىء شیء له افغان امنيتي ځواکونو سره مرسته وکړئ، لکه تاسې چې خبر ياست افغانستان او شوروي اتحاد پخوا ډېره نژدې پوځې همکاري سره درلوده، خو اوس دافغانستان زياتره پوځ او پوليس د ناټو ځواکونو لخوا روزل کېږي، روسيه له افغان امنيتي ځواکونو سره څنگه همکاري کولى شي چې د هغوى وړتيا لوړه شي؟

ځواب : که حکومت،پوليس او پوځ له خپلو روسي ملگرو سره داړيکو د ټينگولو او ساتلو هيله ولري موږ يې ملاتړ کوو، تاسې ته زه همدا اوس ويلى شم چې روسيه سر له روان کاله ٢٢٥ افغان پوليس روزي او دغه لړۍ به هرکال روانه وي.

موږ چمتو يو چې افغان ځواکونو ته د هغوی اړتياوو ته په کتو سره پوځي تجهيزات لکه چورلکې او داسې نوروسايل ورکړو، بناء موږ چمتو يو چې له ناټو سره يو ځاى له افغان پوځ او پوليسو سره دوه اړخيزه او څو اړخيزه همکاري وکړو چې هغوى نور هم پياوړي شي.

نو دغه سوله او ټيکاوو يواځي له پوځي لارې نه بلکې ترهرڅه وړاندې د اقتصادي پرمختګ او ښوونې روزنې له لارې راتلى شي،او دا هغه فعاليتونه دي چې روسيه په کې ډېره ښکېله ده.

روسيه په افغانستان کې پوځي ښکليتيا نلري او دا زموږ کلک هوډ دى چې افغانستان ته هېڅکله هم سرتېري ونه لېږو.

له افغانستان سره بله هره مرسته زموږ له لوري ممکنه ده،او موږ په ډېرو نورو برخه کې هم فعاله يو.

پوښتنه: ايا تاسې اندېښنه لرئ چې د افغانستان په شمالي سيمو کې چې روسيې ته يو څه نژدې دي،امنيت خرابېږي.

ځکه موږ په تېرو څو مياشتو کې ليدلي چې دغلته د ناامنۍ يو شمېر پېښې شوې،ايا روسيه له دې امله اندېښمنه ده چې ناامنۍ پراخېږي؟

ځواب : هو! روسيه د افغانستان په شمال کې د ناامنۍ له اړخه ډېره اندېښمنه ده،خوهيله من يوچې ايتلافي ځواکونه له افغان ځواکونو سره په گډه د افغانستان شمالي سيمې باثباته کړي،ځکه دغه سيمې زموږ له گاونډيو سره پوله لري او موږ بيا له منځنۍ اسيا سره گډه پوله لرو.يانې که د ناامنيو لمنه دغه هېواد ته ورسېږي ، دا مانا لري نا امني روسيې ته ورسېده.

پوښتنه : ستاسې ارزونه څه ده چې په افغانستان کې نا امنۍ ولې پراخېږي ځکه نژدې لس کاله کېږي چې ناټو او افغان ځواکونه د اورپکۍ خلاف مباره کوي خو نا امني ډېره شوې ده. تاسې څه فکر کویء چې ستونزه چېرې ده؟

ځواب : ښه، ممکن اساسي ستونزه دا وي چې دواړو خواوو ته ناشونې ده چې دغه جگړه وگټي، زه باور لرم چې دا به په پايله کې پخپله په افغانانو پورې اړه ولري چې سره يوځاى شي ثبات راولي او د حالت د ښه والي لپاره پخپله ستونزې هوارې کړي.

روسيه د ولسمشر کرزي او د هغه د حکومت له لوري د بيا پخلاينې د پروگرام ملاتړ کوي، هيله من يو چې ملي پخلاينه د دغو ستونزو د حل لاره وي،که داسې ونشي زه اندېښنه لرم چې دغه جگړې او ناامنۍ به تر ډېره دوام وکړي.

پوښتنه : تاسې فکر کویء چې دا يوازې د افغانستان د ننه ستونزه ده که د نا امنۍ نور سببونه هم شته، دافغانستان د گاونډيو رول تاسې ته دلته څنگه ښکاري؟

ځواب : د افغانستان د گاونډيانو رول دلته ډېر مهم دى، رښتيا هم دا يواځي د افغانستان داخلي مشکل نه دى،دا يو ښکاره حقيقت دى چې د افغانستان او پاکستان پوله ډېره نا امنه سيمه ده.

پاکستان د افغانستان د امنيت په ښه کولو کې اساسي اومهم رول لري، ځکه ډېر افغان کډوال په پاکستان کې مېشت دي،او د دواړوهېوادونو گډه پوله نا امنه ده.

موږ دا فکر کوو چې نه يوازې پاکستان بلکې نور گاونډيان هم مهم رول لوبولى شي.

لکه د افغانستان شمالي گاونډىان ، ايران او د سيمې نورهېوادونه لکه هند او خپله روسيه. له همدې کبله موږ د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د سيمه ييز هواري په لټه کې يو.

موږ په دې اړه د شانگهاى د سيمه ييزې همکارۍ د سازمان په غونډو کې هم د افغانستان په اړه بحثونه وکړل چې افغانستان هم ورته بلل کېږي او ولسمشر کرزى هم په تاشکند کې په دا وروستۍ غونډه کې و.

نو سيمه ييزه همکاري د افغانستان د دغې ستونزې ښه ځواب دى او زه پوهېږم چې د افغانستان د حکومت نظر هم همدا دى او دوى له گاونډيو او سيمه ييزو هېوادونو سره همکارۍ ته چمتو دي.

پوښتنه:تاسې پاکستان هم د سوچې سرمشرېزې ته بللى و، تاسې له پاکستان څخه څه تمه لرئ، چې ويې کړي،تاسې چې کله د افغانستان د ستونزې د هواري لپاره د سيمه ييزې همکارۍ خبر ه کوئ نو تاسې له پاکستان څخه څه غواړئ؟

ځواب : د امنيت مسله د بحث يواځينۍ موضوع نه ده، لکه څنگه چې مې وړاندې وويل پاکستان طبيعتا د افغانستان د ستونزو په هواري کې مهم رول لوبوي،خو د دې ترڅنگ داقتصادي همکاريو بحث هم موجود دى.

کولى شم د يوې سترې پروژې يادونه وکړم چې له تاجکستان څخه د افغانستان له لارې پاکستان ته د برېښنا دلېږدولو په اړه ده.

دا يوه ستره پروژه ده، چې د څلورو هېوادونو هڅې سره همغږي شي، ځکه روسيه هم غواړي چې په دې کې برخه ولري،د اقتصادي همکاريو او د سيمه ييزې پراختيا له لارې په سيمه کې د امنيت په برخه کې هم مرسته کولى شو.

يوارې بيا ټينگار کوم چې پاکستان مهم رول لوبولى شي، له بلې خوا پاکستان غواړي چې يواځې له افغانستان سره نه، بلکې د سيمې له هېوادونو لکه تاجکستان او روسيې سره نژدې اقتصادي اړيکي ولري.

پوښتنه: افغان چارواکو په پاکستان کې ځينې عناصرو باندې تورلگولى چې د اورپکو ملاتړ کوي،که څه هم پاکستان وايي دوى په خپله خاوره کې د اورپکو د ځپلو لپاره ترخپله وسه فعاليت کوي.ايا تاسې هم افغان چارواکو ته ورته نظر لرئ چې په پاکستان پټنځايونه شته او يا هم پاکستان ته نور څه کول په کار دي؟

ځواب : پاکستان د ترهگرو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې لوى کار ترسره کوي،خو دغه هېواد کولئ شي چې په دغې برخه کې خپلې هڅې لا زياتې کړي.

هر کله چې موږ ته معلومه شي چې حالت په ښه لوري روان نه دى،نه يوازې پاکستان بلکې موږ ټول او نړيواله ټولنه بايد خپلې هڅې زياتې کړي.

که څه هم اوس پاکستان د طبيعي پېښو له امله زيانمن شوى او د ترهگرۍ پر وړاندې مبارزه سخته شوې،خو نړيواله ټولنه او روسيه په دغې برخه کې د پاکستان د هڅو ملاتړ کوي او خپل ملاتړ ته دوام ورکوي.

پوښتنه: زما وروستۍ بوښتنه د افغان حکومت لخوا د سولې د پروسې په اړه ده، تاسې وړاندې وويل چې روسيه د سولې د پروسې ملاتړ کوي،خو د سولې د پروسې يوه مهمه برخه د ملگرو ملتونو له تور لست څخه د مشکوکو طالب مشرانو او نورو اورپکو د نومونو لېري کول دي.

افغان حکومت په دې وروستيو کې د نورو نژدې ٥٠ کسانو نومونه ورکړي چې له دغه ليست څخه وويستل شي، ايا روسيه په دې لړ کې همکارۍ ته چمتو ده چې دغه نومونه له تور ليسته وويستل شي؟

ځواب : تر هرڅه وړاندې ويلی شم چې د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د دغه ليست موجوديت په افغانستان کې د ملي پخلاينې د بهير پر وړاندې خنډ نشي جوړېداى،ځکه د بيا پخلاينې پروگرام له ليسته د نومونو تر لېري کولو ډېر پراخ دى.

دويم دا چې زه ډاډه يم او دا د روسيې موقف دى، چې د بنديزونو لگولو بهير بايد همداسې وساتل شي او بايد افراطيان، د ملي پخلاينې له بهېره جلا شي،ځکه هغوى په دغه بهير کې د ورگډېدو لېوالتيا نه لري.

موږ باور لرو چې د دغه ليست له موجوديت سره سره به د سولې بهير پرمخ ولاړ شي، او په همدې حال کې روسيه له تورليسته د يو شمېر کسانو د نومونو له لېري کولو سره مخالفه نه ده،خو دغه پروسه بايد په انفرادي ډول ترسره شي، او دا امکان نه لري چې په ليست کې د شاملو ټولو کسانو، نومونه په يوه وار لېري شي.

روسيې د جولاى په مياشت کې له ليسته د٧ کسانو او په جنورۍ کې د ٥ نورو کسانو د نومونه د لېري کولو ملاتړ وکړ.

موږ له ليسته د کسانو د نومونو د لېري کولو د بهير د ارزونې يوه برخه يو، خو په همدې حال کې په ليست کې د نويو کسانو د نومونو د زياتولو پلوي يو،په ځانگړي ډول د نشه يي توکو د قاچاق کوونکو د نومونو، ځکه دا له نشه يي توکو سره د مبارزې په برخه کې اغېزناکه چاره ده .