په کندوز کې اته پوليس وژل شوي دي

Image caption په دې وروستيو کې په کندوز کې د ناامنۍ پېښې ډېرې شوې دي .

وسله والو طالبانو د افغانستان په شمال نسبتا يوه ارام ولايت کندوز کې لږ تر لږه اته پوليس وژلي او يو بل ټپي کړی دی .

د کندز والي انجنير محمد عمر وايي طالبان د پنجشنبې پر سهار د نهر سيا په سيمه کې په څو کې ناست ول او پر پوليسو يې بريد کړی دی.

والي زياته کړه ټپي شوی پوليس دا مهال په يوه روغتون کې دى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي .

د کندوز امنيه قومندان عبدالرزاق وايي په بريد کوونکو کې چيچنيايي وگړي هم ول.

نوموړی وايي بريدګرو له ځان سره يې د پوليسو د وسلو د وړولو ناکامه هڅه هم کړې ده .

امنيه قوماندان وايي گمان کېږي چې د پوليسو په ځوابي ډزو کې به دوه يا درې بريدګر هم ژوبل شوي وي.

دطالبانو يوه وياند ذبيح الله مجاهد، د بريد مسوليت منلی دی .

کندوز د افغانستان په شمال کې پروت نسبتا ارام ولايت بلل کېږي خو له څه مودې راهيسې پکې د نا امنۍ پېښې ډېرې شوې او ويل کېږي بهرني جنګيالي هم پکې فعال دي .

وروستۍ پېښه څو اونۍ مخکې وه چې نهه پوليس پکې مسوم شوي او بيا په ډزو وژل شوي ول .

له بلې خوا د غزني چارواکي وايي په قره باغ ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو په بريد کې 8 پوليس ټپيان شوي دي .

خو طالبان وايي چې په دغه بريد کې يې څلور پوليس وژلي او اته نور يې ټپيان کړي دي چې چارواکي دغه ادعا ردوي.