طالبانو د کندوز پر دښت ارچي ولسوالۍ بريد کړی

Image caption کندوز د افغانستان په شمال کې پروت دی چې په دې ورستيو کې پکې د طالبانو فعاليتونه ډېر شوي دي .

چارواکي وايي طالبانو د کندوز ولايت په دښت ارچي ولسوالۍ وسلوال بريد کړی چې دا مهال هم جګړه روانه ده .

د ارچي ولسوال شيخ صدرالدين بي بي سي ته وويل جګړه سهار شاوخوا اوه بجې پيل شوې ده .

ولسوال وايي تر دې مهاله دوی ته زيان نه دی رسېدلی او د طالبانو دزيان په اړه هم معلومات نه لري .

د وسلوال په وينا د دښت ارچي ولسوالۍ په بازار کې په يوه بله پېښه کې دوه پوليس او دوه ولسي وګړي وژل شوي او څوارلس ولسي وګړي ټپيان شوي دي . شيخ صدرالدين وايي دغه مرګ ژوبله هغه مهال رامنځته شوه چې طالبانو د بازار له ګڼې ګوڼې يوې ډکې سيمه کې چاودنه وکړه .

طالبانو تر اوسه پورې ددغو پېښو په اړه څه نه دي ويلي.

ارچي ولسوالۍ د کندوز له نا ارامو ولسواليو څخه ده چې تېره کال يې يو ځلي بازار طالبانو نيولی او امنيه قوماندان يې ور وژلی و.

په دغې ولسوالۍ طالبان پياوړي بلل کېږي او ځايي چارواکي وايي چې دغلته بهرني جنګيالي هم شته .

په کندوز ولايت کې تېره ورځ هم وسله والو طالبانو لږ تر لږه اته پوليس وژلي او يو بل ټپي کړی و .