په پاکستان کې د سېلابونو د بيا راتلو ګواښنه شوې

پاکستان
Image caption په پاکستان کې د سېلابونو اصلي زور اوس ددغه هېواد پر سوېلي سيمو او سېند ايالت ورمات دی چې تر اوسه يې ډېر خلک د خپلو سيمو پرېښودو ته اړيستي دي.

پاکستاني چارواکو امر کړی دی چې د هېواد په سوېل کې د نويو ممکنه سېلابونو د راتلو له امله دې نور خلک هم خپلې سيمې پرېږدي.

چارواکو د سند د تاتا ښار اوسېدونکو ته چې څه باندې درې لکه نفوس لري د وتلو امرى کړى دى.

چارواکي وايي خوندي ځايونو ته د دغو کسانو د لېږدولو په برخه کې سمندري او ځمکني سرتېري مرسته کوي او له هرې ممکنه ترانسپورتي وسيلې څخه به کار اخلي.

په تېر يوه مياشت کې سېلابونو په پاکستان کې ١٧ ميليونه خلک زيانمن کړي دي او لا هم سېلابونه د هېواد له شمالي غرونو څخه کښتنۍ سويلې برخې ته روان دي.

په همدې حال کې ملگري ملتونو ويلي هغه راپورونه به يې و نه وېروي چې وايي طالبانو پر هغو بهرنيوکارکونکو د بريدگواښ کړى چې په پاکستان کې له سېلاب ځپلو سره مرستې کوي.

د ملگرو ملتونو د ژغورنې د چارو همغږي کوونکي جان هولمز وويل دوى دغو ريپوټونو ته په جدي سترګه ګوري خو دا اړتيا هم ويني چې بايد د پاکستان له خلکو سره مرسته وکړي.

اخوا د ممکنه سيلابونو د گواښ له امله د پاکستان د سوېل د گڼو ښارونو اوسېدونکي خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي .

سېلاب د سند شهدات گوټ ښار ته ډېر گواښ متوجه کړى دی او پوځ هڅه کوي چې د سېلاب په مخ کې بېړني خنډونه جوړ کړي.

په همدې حال کې يو شمېر بې ځايه شوي خلک هيله لري چې له بهر څخه راتلونکې مرستې په سم ډول ولگول شي: (( موږ يو ښه حکومت غواړو چې پر غريبانو او بي وزلو پام وکړي، داسې يو حکومت چې له بهر څخه راتلونکې مرستې په سم ډول ولگوي او ژر تر ژره دغه ويجاړ شوي پلونه له سره ورغوي.))

د خلکو د ژغورلو هڅې

ملګري ملتونه وايي د پاکستان په پنجاب او سند ايالتونو کې ٤ ميليونه خلک له سرپنا پرته ژوند کوي.دغه خلک وروستيو سېلابونو زيانمن کړي چې لا هم څپې روانې دي .

په همدې حال کې نړيواله ټولنه نن د يوې ځانگړې ناستې په ترڅ کې د پاکستان روان ناورين ارزوي.

وړاندې د اسيا پرمختيايي بانک ويلي ول، د سېلاب له امله د پېښوو شويو زيانونو د جبيره کولو لپاره پاکستان ته دوه مېليارده ډالره بېړنی پور ورکوي.

خو نړيوال بانک بيا وار له مخې پاکستان ته د ٩ سوه ميليونه ډالرو پور پر ورکولو موافقه کړې ده.په ټوله کې د هېواد په کچه اته ميليونه خلک بېړنيو مرستو ته اړتيا لري.

د ملگرو ملتونو يوه وياند وويل اوسنى حالت د ډېرې اندېښنې وړ دى.سرتېري په کښتيو او چورلکو کې استول کېږي چې په سېلاب کې را ايسار خلک وژغوري.

د پاکستان د پوځ وياندشجاعت قريشي د دغو عملياتو په اړه وايي:(( ترکومه ځايه چې د خووړ او نورو توکوکو خبره ده،موږ خلکو ته ځان رسوو او هغوى ته روغتيايي اسانتياوې برابرو.

په همدې حال کې په سختو اوبو کې د ايسارو خلکو د ژغورنې عمليات هم پر مخ بيايو او خلک په پوځي کښتيو کې راباسو. ))

د سېلابونو پراختيا او زيانونه

وس وايي دغلته ويجاړوونکو سېلابونو شل ميليونه کسان اغېزمن کړي دي چې دا تر پخوانۍ شمېرې شپږ ميليونه زيات دي .

نوې شمېرې د لومړي وزير يوسف رضا ګيلاني له لوري د خپلواکۍ د ورځې د نمانځلو په وياړ يوه وينا کې په ډاګه شوې دي .

ښاغلی ګيلاني وايي په پاکستان کې لاهم داسې سېلاب ځپلي شته چې بايد لاسنيوی يې وشي او حکومت به هم هر هغه څه وکړي چې په وس کې يې وي :"زه غواړم خپل ملت ته ډاډ ورکړم چې موږ، ستاسې ديموکراتيک حکومت به له ناورين څخه ، خپل پخواني حالت ته د سېلاب ځپلو د راتلو په لاره کې يوه ډبره هم پرې نه ږدي .

زه کلک باور لرم چې زموږ دملت هر فرد، بډايان، مدني ټولنه او زموږ ځوانان به د سېلاب له قربانيانو سره د مرستو په چارو کې په لېوالتيا ګډون وکړي او هغوی به پر خپلو پښو ودروي . "

ملګرو ملتونو په ټينګار سره ويلي چې ښار د سېلاب ځپلو په منځ کې کولیرا ناروغۍ خپره شي.

د فرانس پرېس خبري د ملګرو ملتونو د انساني مرستو د همغږۍ د مرکز د ویاند موریسیو جولیانو له خولې ليکلي د پاکستان په شمال ختيځ مینګوره ښار کې د کولرا يوه پېښه لیدل شوې، چې لامل يې د څښاک ناپاکې اوبه ښودل شوې دي.

يوه پاکستاني چاروکي، چې د نامه له اخیستو يې ډډه کړې، د کولرا دا پېښه تاييد کړې ده .

د المان د انساني مرستو سازمان ویلي داسې شک شته، چې پاکستان کې د خونړیو سېلابونو له امله شپږ کسان په کولرا ناروغۍ اخته شوي دي.